Photo: Mahdi Marizad / FARS

روسيه د ترهګریز سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو پر حذفولو غور کوي

اطلاعات روز: د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په دې هيواد کې د ترهګریزو سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو پر حذفولو غور کېږي.

ټاس خبري اژانس پرون (دوشنبه، ۱۳ د وري) د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په وينا ليکلي، چې په بهرنيو چارو وزارت، عدليې وزارت او د روسیې په نورو ټولو تخصصي بنسټونو کې د يوه ترهګر سازمان په توګه د طالبانو لغوه کول ارزوي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي: «وروستۍ پرېکړه به د هيواد د عالي سياسي رهبرۍ له خوا نيول کېږي.»

روسيه اوس مهال طالبان په خپل هيواد کې يوه ممنوعه ډله بولي.

روسيې په وروستیو دوو کلونو کې له طالبانو سره نږدې اړيکې درلودې. اوس مهال طالبان په مسکو کې سفارت لري او په کابل کې هم د روسيې سفارت فعال دی.

ټاس خبري اژانس د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف له قوله ليکلي، چې طالبان د «کازان فورم» په نوم د روسيې او اسلامي نړۍ په غونډه کې د ګډون لپاره بلل شوي دي.

دا غونډه د می له ۱۴ تر ۱۹ مې د روسيې په کازان ښار کې ترسره کېږي.