هلمند کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبل اوښتې

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې ۳ تنه وژل شوي او یو کس ژوبل دی.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې پېښه تېره شپه (یکشنبه، ۱۹ د وري) د دې ولایت د نوزاد ولسوالۍ اړوند «دهنې» سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینې د شخړې د لامل او د وژل شوې کسانو د هویت په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې په دې شخړه کې درې تنه وژل شوي او یو کس ټپي دی.

ځایي طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هیواد په سویل کې ډیر کله خپلمنځي شخړې د فقر، بې کاري، ځمکې، اوبو د ویش او د نورو کلیوالي ستونزو له کبله رامنځته کېږي.