ارزګان

په ارزګان کې د ورښتونو له امله د چت لوېدو په پېښه کې پنځه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: په ارزګان کې د طالبانو مسوولين وايي چې د دې ولایت په مرکز ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې د چت پرېوتو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ارزګان لپاره د طالبانو د اطلاعات کلتور ریاست په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره ورځ (پنجشنبه، ۳۰ د وري) په مرکز ترينکوټ کې په دوو جلا کورونو کې چتونه لوېدلي چې له امله يې دوه کسان مړه شوي دي.

همدا راز، په خبرپاڼه کې ويل شوي چې تېره شپه (پنجشنبه) د همدې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې په يوه کور کې چت لويدلی چې له امله يې درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.

له دې سره-سره، د روزګان له ګاونډي هلمند ولايت څخه هم د ورښتونو له امله د مرګژوبلې راپورونه ورکول کېږي. ويل کېږي چې په دې ولايت کې له تېري ورځې راهيسې ۱۱ کسان مړه شوي دي.