لوګر کې خلک د درملو د بیو له لوړېدو شکایت کوي

د لوګر په مرکز پل عالم او اړونده ولسوالیو کې خلک په درملتونونو کې د درملو له لوړو بیو شکایت کوي او وایي، چې دغلته د کم کیفیته او وخت تېره درملو د پلور ستونزه تر یو بریده حل شوې او اوس د درملو لوړو بیو اندیښمن کړي او د کنټرول غوښتنه یې کوي.

د دغه ولايت د مرکز پل عالم اوسېدونکی کريم وايي، د ښار په ډیری درملتونونو کې درمل په لوړه بيه پلورل کېږي، خو تر اوسه يې د کنټرول لپاره لازم اقدامات نه دي شوي.

هغه زياتوي، چې اوس وخت کې تر ډېره له وخته د تېرو درملو مخه نيول شوې او په وينا يې چې پکار ده، تر څو د لوړو بيو مخه يې هم ونيول شي.

هغه وويل: «د درملو په اړه که درته ووايم، په مرکز پل عالم کې يا د لوګر په نورو ولسوالیو کې يې بيې ډېرې لوړې شوې دي، کيفيت يې دومره نه وي لکه څومره چې د دواخانو ولا ورته جګ قيمتونه ټاکلي دي، ښه خبره دا ده چې پخوا به په خلکو له وخته تېر درمل هم پلورل کېدل، خو اوس يې د طالبانو له ډاره نه شي پلورلی، نو زمونږ غوښتنه دا ده چې د بيو کنټرول لپاره هم جدي اقدام وکړي.»

د ياد ولايت يو بل اوسېدونکی او د ځوانانو فعال روح الله خاکسار هم په دې اړه اندېښمن دی، هغه وايي که څه هم ځينې وخت د مرکز پل عالم له درمل پلورونکو څارنه کېږي، خو د نوموړي په وينا د دغه ولايت په لېرې پرتو ولسواليو کې سيمه ييزې دواخانې په خپله خوښه درملو ته بيې ټاکي او کم کيفيته درمل د ښو په بيه پلوري.

خاکسار د لوګر ولايت له عامې روغتيا رياست طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو دې د مرکز سربېره د لېرې پرتو ولسواليو له درملتونونو هم څارنه وکړي.

نوموړي زياته کړه: «دا سمه ده چې په مرکز بازار کې به بيې يو څه کنټروليږي، خو تاسو باور وکړئ چې په خېوې، خروار، برکي برک، ازره او همداشان نورو ولسوالیو کې د ډاکټرانو په نوم غیرې مسلکي کسان دواخانو کې ناست وي او داسې درمل خرڅوي، چې مريض ته د ګټې پر ځای تاوان ډېر رسوي، هغه د بيو مسئله خو يې يو طرف ته پرېږده، چې کوم ظلم چلوي، نو هيله مو دا ده چې له ولسواليو هم کلک نظارت وشي.»

لوګر کې ځینې درملتونونه شته چې د قانوني جواز په نه درلودلو فعالیت کوي

په لوګر ولايت کې ځينې درمل پلورونکي بيا د درملو بيو د لوړېدو لامل لوړه ماليه بولي او وايي، پخوا يې په درملو ماليه کمه وه، نو بيې هم ورسره ټیټې وې، خو د دوی په خبره چې د طالبانو له راتګ وروسته د درملو پر وارداتو، له دوکانونو د لوحی او صفاکارۍ زياته ماليه اخيستل کېږي، چې دوی مجبوره شوي د خپلې ګټې مطابق ورته نرخونه وټاکي.

په دې اړه په پل عالم ښار کې د يو درملتون مسوول حاجي وارث خان وويل: «مونږ خو که فکر وکړو نو د درملو په بيو کې دومره زيات لوړوالی نه دی راغلی، که وي هم نو هغه د زياتې ماليې له وجې به وي، ځکه يو خو دوا چې راوړو نو زيات ټکس پرې راځي او بل له مونږه ښاروالۍ رياست په يوه او بله موضوع ماليه اخلي، نو بيا خو دوکانداران او دغه دوا چې خرڅوي مجبوره دي چې ګټه وکړي تاوان خو نه شي کولی.»

لوګر کې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې له ځینو درملتونونو راټول کړي کم کیفیته او له وخت تېره درمل. انځور: د طالبانو د خوړو او درملو اداره

که څه هم د يادې ستونزې په اړه لوګر کې د طالبانو د عامې روغتيا رياست چارواکو په مستقيم ډول اطلاعات روز ته څه ونه ویل، خو د دوی اړوند په چلوونکو ټولنيزو پاڼو کې يې له درملتونونو د پر وخت څار او د بې کيفيته درملو د پلور مخنيوی ډاډ ورکړی دی.

په همدې حال کې د خوړو او درملو ملي ادارې په يو ويډيو کليپ کې د لوګر ولايت د یوې اونۍ راپور وړاندی کړی او په کې راغلي، چې په دغه موده کې يې له ګڼو درملتونونو څارنه کړې او په زيات شمېر کې بې کيفيته او له وخته تېر درمل یې راټول کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې له ۲۴ درملتونونو، ۱۰۷ خوراکي موادو له پلورنځیو یې ۱۳۴ قلمه مختلف نوعه بې کیفیته او له وخته تېره خوراکي مواد او درمل راټول کړي دي.

هيواد کې په روغتيايي خدمتونو بلخصوص په درمل پلورونکو د خلکو باور له دې امله کم شوی چې له نورو هيوادونو کم کيفيته درمل واردوي او دلته يې په پرچون او عمده ډول په خلکو په لوړه بيه پلوري.