Social Media

ولسي لاريون او طالباني غبرګون

شمشاد زلمی

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته تر ښځينه سولییزو لاريونونو وروسته په تازه توګه په بدخشان، بغلان او ننګرهار کې ولسي لاريونونه په تاوتريخجنه توګه وځپل. که څه هم طالبان ځان د خلکو له بطنه را زېږېدلی تحريک او د ولس د غوښتنې پر اساس جوړ شوی حکومت ګڼي، خو له خلکو سره په تعامل کې د طالبانو استبدادي څېره او ماهيت په ښه بڼه څرګندېږي او جوتېږي چې له تاوتريخجنې مبارزې راوتلی دا خوځښت نه يوازې د خپلو مخالفينو پر وړاندې له تاوتريخوالي او تشدد پرته بل عکس العمل نه لري، بلکې کله چې د حکومتولۍ په چارو کې له ولسي غبرګون او غوښتنو سره هم مخ کېږي، نو د دوی لپاره د غبرګون څرګندونې لومړنی انتخاب تشدد او ډزې وي، که څه هم مقابل لوری بې وسلې وي او د سولييزو مذاکراتو په نېت راوتلي وي.

اصلا په استبدادي رژيمونو کې د مستبدو چارواکو او حکومتي اقداماتو پر وړاندې سولييز اعتراض د يوه حق په توګه مطرح نه وي بلکې د طالبانو د رژيم په څېر په يوه استبدادي نظام کې ذهنيت او تګلاره دا وي چې واکمن بايد لومړۍ او وروستۍ خبره وکړي، خلک نه شي کولای د هغوی د ارادې، نيت، پوهې او نورو انګېزو په اړه شک او يا پوښتنه مطرح کړي ځکه چې د استبدادي نظام ماهيت په يوه مشخصه کړۍ کې د واک او د هغې کړۍ د ګټو ساتل وي او کله چې په ولسي کچه د واکمنو د اقداماتو په اړه غبرګون راپورته کېږي، نو دا د واک پر وړاندې خطر ګڼل کېږي. د خطر احساس واک ساتونکي هڅوي چې ان د بې وسلې او سولييزو لاريونوالو او معترضينو پر وړاندې هم له زور څخه کار واخلي، ځکه دوی انګېري چې په دې سره د خلکو او ټولنې ترمنځ وېره خپرېږي او په راتلونکي کې د را پيدا کېدونکي خطر شونتيا او کچه کموي. د دې بر خلاف په ولسواکو-ډيموکراټيکو نظامونو کې پر سولييزو لاريونونو د وګړو د بشري حق په توګه اعتراف کېږي او په حکومتي کچه هم هڅه دا وي چې د داسې لاريونونو غوښتنې واورېدل شي او د ولسي رضايت په محدوده کې په هغو حکومتي پالیسيو کې بدلون راوستل شي چې لاريونوال پرې اعتراض لري. په دې توګه له لاريونوالو سره د مذاکراتو لار تل پرانيستې وي او د هغوی د غوښتنې او اعتراض هرکلی کېږي، ځکه چې په ډيموکراټيکو نظامونو کې د واک اساس ولسي اراده وي.

په کومو نظامونو کې چې ولسي اراده ورکه وي او يا هم د حکومتولۍ په کچه ولسي اراده نامشروع ګڼل کېږي، هغه د يوې ځانګړې کړۍ د ګټو استازي مستبد نظامونه وي چې هدف يې د هماغې طبقې او کړۍ د ګټو ساتل وي او له همدې کبله يې له خلکو سره تعامل له خشونته ډک وي. د همدې يو ښه مثال د طالبانو له لوري د هغو ښځينه فعالينو او اعتراضونو تاوتريخجنه ځپنه ده چې د نجونو د زده کړې حق يې غوښت او غوښتل يې د سولييزو اعتراضونو له لارې پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو او نجونو دا انساني او بشري حق ورکړي. مګر دا چې طالباني مستبد نظام يوازې د يوې ځانګړې طبقې د افکارو او ګټو استازيتوب کوي، له ښځينه معترضينو سره د مذاکراتو او د هغوی د غوښتنې منلو پر ځای يې له هغوی سره د افغاني-پښتني دود بر خلاف سخت خشن چلند وکړ او هغوی يې د مرګ تر کچې وکړولې او تهديد کړې.

له ولس سره د طالبانو د تعامل اساس د حاکم او محکوم دی. په طالباني ادبياتو کې ولس «رعيت» ګڼل کېږي او يا هم د طالبانو د لوړو زده کړو د وزير ندا محمد نديم له وينا سره سم، هغه «څاروي» دي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند يې د «شپون‌توب» مسووليت منلی دی. په دې توګه، له طالباني ذهنيت سره سم د «رعيت او څاروي» د کچې ولس له واکمنو د سيالو او برابرو حقونو غوښتنه نه شي کولای او نه هم بايد له هغوی سره په تعامل کې طالبان ورته دا احساس ورکړي چې دوی د خپل حق غوښتنې لپاره د واکمنو طالبانو ګريوان ته لاس اچولای شي بلکې طالبان له ولس سره په هره مخامخېدنه کې هغوی ته د حقارت يو احساس ورکوي او د طالبانو مشر خو په وياړ سره دا خبره کوي چې دا حکومت خو د «علماوو» دی او سياست هم د «علماوو» کار دی. په دې توګه له خلکو د سياست او حکومتولۍ په چارو کې د خبرو او نظر ورکولو حق اخلي او هغوی ته وايي، چې کوم کار په تاسو پسې اړه نه لري، تاسو په کې نه يوازې د خبرو حق نه لرئ بلکې اړ ياست چې د «مطيع رعيت» په توګه د خپلو «عالمانو» واکمنو امر ومنئ. له همدې کبله د طالبانو لوړپوړي چارواکي وخت پر وخت عامو خلکو او خپلو افرادو ته د «اطاعت» خبره کوي، تر څو له هغوی د نيوکې احساس، فکر او جذبه واخلي او په يوه داسې کتله يې بدل کړي چې د ملايانو د فرمانونو پر وړاندې يوازې د «هو» په توګه سر وخوځوي او د «نه» ويلو جرأت ونه لري.

په بدخشان، بغلان او ننګرهار کې له ولسي لاريونونو سره د طالبانو وروستی تاوتريخجن او متشدد چلند د همدې پاليسۍ څرګندونه کوي او طالباني-استبدادي نظام د خپلې ماهيتي ځانګړنې له مخې غواړي چې د وژنې، تهديد او شکنجې له لارې هر هغه حرکت، لاريون او غږ خاموش کړي چې د طالبانو د پاليسيو پر وړاندې راپورته کېږي ځکه استبداد سره له دې چې وينه څښونکی او خشن دی، خو دا چې منځ يې له منطقه تش دی، نو له مخالفته ډار لري او انګېري چې که مخالفت ونه ځپل شي، نو يو مخالف غږ، يو مخالف حرکت او اعتراض کولای شي نورو افرادو او پرګنو ته جرأت ورکړي او په دې توګه به يې نظام چپه شي او ګټې به يې له لاسه ووځي.

د طالبانو او ولسي لاريونوالو ترمنځ په وروستيو څو ټکرونو کې مرګ ژوبله واووښته او په دې سره جوته شوه چې د طالبانو د پاليسيو او اوامرو نافذوونکی ځواک له ولسي مخالفت سره له تاوتريخجن تعامل پرته پر بل څه باور نه لري او کله چې د داسې تاوتريخجن تعامل په پايله کې مرګ ژوبله اوړي نو، طالبان يې پر وړاندې د يوه ځواب ويونکي «نظام» په توګه د مسووليت احساس نه کوي او د مرګ او ژوبلې له امله کړېدلې کورنۍ يوازې خدايي ترحم ته پرېښودل کېږي او د طالبانو له اړوندو نظامي کسانو نه پوښتنه کېږي او نه هم د دې جنايت په تړاو محکمه کېږي. د عدم مسووليت دا روحيه په طالبانو کې دومره پياوړې ده چې طالبانو د ننګرهار پر لاريونوالو له ډزو انکار وکړ او د طلوع تلويزیون له راپور سره سم، طالب چارواکو ويلي چې دوی نه پوهېږي پر لاريونوالو ډزې چا کړې دي. په دې سره نه يوازې دا چې هڅه کوي خپل کسان له مسووليته خلاص کړي، بلکې غواړي دا پړه بيرته پر لاريونوالو واچوي چې شونې ده د هغوی له منځه ډزې شوې وي او په دې توګه د شکنجې، ګواښ او جبري ورکيدنې سلسله روانه وساتي او په وروستنيو اقداماتو کې له لاريونوالو د مخالفت کولو غچ واخلي.

په طالباني-استبدادي نظام کې اعتراض او لاريون يو «جنايت» ګڼل کېږي، که څه هم بې وسلې او سولييز وي. د دې لاريونونو او مخالفتونو په ځپلو کې د طالبانو يو تکتيک له دين او ديني شعايرو څخه ابزاري استفاده ده. دوی د ځان پر وړاندې مخالفت داسې ښيي چې ګواکې د اسلام له دين سره مخالفت دی، تر څو د مخالفت روحيه وځپي او خپله استبدادي واکمني نه يوازې مشروع وښيي بلکې هغې ته تسليمېدل يوه ديني-وطني وجيبه وګڼي. مګر له ولسي غوښتنو سره د دوی په تعامل کې څرګندېږي چې د دې تقدس تر شا يو داسې استبداد پټ دی چې موخه يې يوازې د ولس د وينو، خولو او زيار پر مټ د يوې طبقې د ګټو خونديتوب او د هغې د واکمنۍ دوامدار ساتل دي.