پکتیا کې کډوال

د جګړې د دوام ناوړه اغېزې؛ پکتيا کې د جګړو له امله روان کال ۱۰۲۲ کورنۍ بېځايه شوې دي

اطلاعات روز: د کډوالو وزارت او د يادې برخې د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې سږکال هم په افغانستان کې د جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځايه شوي دي.

د جګړو له امله د سر خوندي کولو لپاره له وسايلو ډکې مېنې پرېښودل او بل ځای ته کوچ کېدل د ژوند يو له ډېرو سختو حالاتو ګڼل کيږي، چې غوڅ اکثريت افغانانو په تېرو څو لسيزو کې دا ناوړه حالت تجربه کړی او لا هم ور سره لاس او ګرېوان دي.

له دې ډلې يو هم پکتيا ده، چې سږکال يې له سيدکرم، احمدخېلو، ميرزکه، لجه منګل او ځاځي اريوب ولسواليو څخه له زرو زياتې کورنۍ ګردېز ته راکډه شوې دي.

د زرمت د ولسوال د معلوماتو له مخې يوازې له دې ولسوالي څه سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې، چې ځينې يې ګردېز او ځينې نورې يې غزني، خوست او يا پلازمېنې کابل ته لېږدېدلې دي.

د پکتيا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي په دې ولايت کې يې له ډېری بې ځايه شويو کورنيو سره عاجلې او ژمنې مرستې کړې او ځينې پاتې هغه يې د دوی په کاري پلان کې دي.

د يادې ادارې مشر عبيدالله مرهوني له اطلاعات روز سره په خبرو کې چې سږکال په ياد ولايت کې ۱۰۲۲ کورنۍ بېځايه شوې، چې له ټولو سره مرستې شوې دي.

نوموړي دا خبرې له يادې ډلې له ۳۰۰ بېځايه شويو کورنيو سره د ۴.۵ ميليونه افغانيو نغدي مرستې ورکولو په ترڅ کې وکړې.

مرهوني وايي: «نن موږ له ۳۰۰ بېځايه شويو کورنيو سره مرسته کوو، هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکوو. دا پيسې د وزارت له انکشافي بوديجې ورکول کيږي. د ۱۴۰۰ مالي کال له پيل راهيسې ۱۹۱ کورنۍ تثبيت شوې چې نن په مرستو کې شاملې دي او ۲۸۱ نورو کورنيو سره به هم ژر مرسته وشي.»

د پکتيا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي، له ۳۰۰ بېځايه شويو کورنيو سره یې ۴.۵ ميليونه افغانيو نغدي مرستې وکړې.

د کډوالو رييس عبيدالله مرهوني د جګړې دوام اندېښمنوونکې بولي او وايي چې خلک له سخت فقر سره مخ دي او په پکتيا کې او شاوخوا ولايتونو کې د جګړې دوام به ناورين رامنځته کړي.

مرهوني په پکتيا کې د UNHCR ادارې د دفتر پر بېرته پرانيستل کېدو ټينګار کوي او وايي چې پکتيا ته د زون د مرکز په توګه نه يوازې له ګاونډي پاکستان څخه زياتې کورنۍ راستنيږي، بلکې زيات بېځایه شوي هم لري چې بايد وخت ورته رسيدګي وشي.

مرهوني وايي: «کډوالو ته په ټولنه کې د ادغام، د هغوی ماشومانو او ځوانانو د تعليم او روزنې، صحت او ځينې نورې برنامو ته اړتيا ده چې بايد ورته تر سره شي. همدانګه د کډوالو ښارګوټي کې زيات کارونه دي چې بايد تر سره شي او په دې برخه کې همکارې موسـسې همکاري وکړي.»

د مرستو تر لاسه کوونکي عمدتا د زرمت، سيدکرم، ميرزکه او احمدخېلو ولسواليو اوسېدونکي او وايي ستونزې يې خورا زياتې دي.

د دوی له ډلې د زرمت اوسېدونکي لعل محمد اطلاعات روز ته وويل چې په سيمه کې يې د وسله والو طالبانو د زور، زياتې او جګړو له امله ژوند تريخ و او د آرامي په لټه ګردېز ته کډوال شوی دی.

محمد وايي: «ښه چلند نه کوي، د خلکو له کورونو ډزونه کوي، مشکلات زيات دي؛ نو موږ له ناچاري ګردېز ته راغلو. د چا زړه کيږي چې خپل کور، کلی پرېږدي؟ خو ډېره مجبوري به وي. دلته مو هم ژوند له مشکلاتو سره مخ دی.»

د سيدکرم ولسوالي د کوهسين سيمې اوسېدونکی نعمت الله وايي چې په کوهسين کې ډېره ساحه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده او دوی د جګړو زياتېدو او سر خوندي کولو لپاره خپله سيمه پرې اېښې ده.

هغه وويل: «داسې خلک شته چې له سامانونو ډک کورونه يې پريښي او ځان يې راباسلی دی، دلته ډېرې داسې کورنۍ شته؛ چې د جګړې، وحشت او ظلمونو له لاسه راتښتېدلي دي. که نه ډېر زور غواړي چې انسان خپل کور پرېږدي. داسې کورنۍ شته چې په روژه کې يې کورونه رابار کړي دي.»

که څه هم خلکو او دولت د کرونا په سخت حالت او زيات فقر له امله د خلکو خوندي کېدو لپاره له وسله والو طالبانو د اوربند او جګړې نه کولو غوښتنې وکړې، خو يادې ډلې تر پايه يادو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايه.

د يادو بې ځايه شويو له ډلې ځينې يې وايي چې په ميرزکه، احمدخېلو او د ځاځي آريوب ولسوالي ځينې سيمې د امنيتي ځواکونو په نظامي عملياتو کې تصفيه شوې، خو زياتوي چې بيا د جګړو کېدو له وېرې لا هم بېرته ستنېدو ته زړه نشي ښه کولی.

دوی وايي د سولې د خبرو يوې مطلوبې پايلې او اوږدمهاله اوربند ته په تمه دي، چې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.