د ايران د ولسمشر مړينې ته غبرګونونه؛ طالبانو او مخالفينو يې د ايران له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې

اطلاعات روز: د چورلکې لوېدو په پېښه کې د ايران د ولسمشر ابراهيم رييسي او د دې هیواد د بهرنيو چارو د وزير حسين امير عبداللهیان مړينې ته په افغانستان کې سياسي ډلو او اشخاصو پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخوند ويلي، چې دا ډله د قربانيانو کورنيو، د ايران ملت او حکومت ته تسليت وايي، او په «دې غم کې» ځان شريک بولي.

د طالبانو د رییس الوزرا په اعلاميه کې راغلي چې «په دې سختو شرایطو کې د ايران د خلکو تر څنګ يو» او د قربانيانو د کورنيو لپاره صبر غواړو.

د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ايران د ولسمشر او نورو چارواکو د مړينې په تړاو تسليت ويلی دی.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: «د افغانستان او ايران خلک د مشترک تاريخ په اوږدو کې د يو بل په غم او خوښۍ کې شريک وو او بې له شکه چې دا ويرجنه پېښه يوازې تر ايراني ملت پورې منحصره نه ده او د افغانستان خلک يې هم له کبله سخت غمجن او اغېزمن شوي دي.»

د احمد مسعود په مشرۍ د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» هم د دې پیښې په تړاو تسليت ويلی او زياته کړې يې ده چې «موږ په دې سختو شرایطو او دې غم او لوی مصيبت کې د ايران د دولت او خلکو تر څنګ يو او ځان په دې لوی وير کې شريک ګڼو.»

د «افغانستان د ازادۍ جبهې» هم د چورلکې د لوېدو په پېښه کې د ايراني ولسمشر او نورو چارواکو د مړينې په تړاو تسليت ويلی او زياته کړې يې ده چې «ايراني وګړي له کلونو راهيسې زموږ د هيوادوالو کوربانه دي او په سختو کلونو کې زموږ د خلکو تر څنګ درېدلي دي.»

دې جبهې ويلي: «باور لرو چې د ايران اسلامي جمهوريت به د دې پېښې له کبله را پيدا کېدونکی کړکېچ او زيان مديريت کړي او ترې تېر به شي او افغانستان به هم يوه ورځ د ترهګرو له منګولو خلاص شي او د ايران او افغانستان وګړي به د تل په څېر سولييز ګاونډيتوب ولري.»

د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند هم د دې پېښې له کبله د ايران خلکو ته تسليت ويلی او زياته کړې يې ده چې «د اسلامي ايران لپاره د ثبات او لا ځواک غوښتنه کوي.»

د افغانستان د اسلامی وحدت ګوند مشر محمد کريم خليلي هم د دې پېښې له کبله تسليت وړاندې کړی او زياته کړې يې ده چې د ايران له دولت او خلکو سره غم‌شريکي او خواخوږي کوي.

جمعیت اسلامی افغانستان هم د ايراني ولسمشر او نورو ايرانيو چارواکو د مړينې په تړاو تسليت ويلی دی.

د دې ګوند په اعلاميه کې راغلي چې «ولسمشر رييسي د دولت د مشرتوب له پېله په داخل کې د ايران د اقتصادي ښيرازۍ د پراختيا، له ګاونډيانو سره د اړيکو د پراخولو او د سيمه‌ييزې پراختيا په لړ کې د سيمه‌ييزې اجماع د تامينولو لپاره هڅې کولې.»

د افغانستان ډېرو نورو شخصيتونو او څېرو هم دې پېښې ته غبرګونونه ښودلي او د ايران له دولت او خلکو سره يې خواخوږي ښودلې.

د ایراني ولسمشر، بهرنيو چارو د وزير او يو شمېر نورو چارواکو الوتکه تېره ورځ د دې هيواد د ختيځ اذربايجان ولايت په ورزقان سيمه کې ولوېده.

د ژغورنې او پلټنې عمليات تر نن سهار پورې روان وو او د الوتکې د لوېدو د ځای تر مشخص کېدو او سيمې ته د مرستندويو ډلو تر رسېدو وروسته ايراني حکومت اعلان وکړ چې د دې هيواد ولسمشر او ورسره ملګري کسان په دې پېښه کې وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه