اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څلور زره او ۸۸۱ افغان کډوالو د راستنیدو خبر ورکړی، چې په جبري او دواطالبانه ډول هیواد ته راستنانه شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې یاد کسان په تېرو دوو ورځو کې د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو راستنیدونکو کې ۵۷۹ کسان اړمن پیژندل شوي او د کډوالو د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپیژندل شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې له ۳۶ کورنیو سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده. د دغه وزارت په وینا یو شمېر راستنېدونکو ته سیم کارتونه ورکړل شوي او روغتیايي خدمات ورته هم وړاندې شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې بیا ویلي، چې له پاکستان څخه ۷۷۵ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو او را ایستلو لړۍ دوام لري.