انځور: استول شوی

له نیمه عالي زده کړو فارغې نجونې له بې روزګارۍ او کاري محدودیتونو زوریږي

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له نیمه عالي زده کړو فارغې نجونې وایي، د طالبانو له لوري پر دوی کاري محدودیتونه زیات شوي او دا کړۍ ورځ تربلې مخ په تنګیدو ده.

نادیه په ننګرهار کې د یو خصوصي انسټیټیوت د قابلګۍ له څانګې فارغه شوې وایي، له کله راهیسې چې طالبانو پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګولی زیاتره نجونو د لوړو زده کړو پر ځای د طب په برخه کې نیمه عالي زده کړو ته مخه کړې ده.

د نوموړې په خبره د کار نشتوالی، محدودیتونه، د اقتصادي ستونزو اوج او کم معاش هغه ننګونې دي چې ښځینه قابلې یې د کار په برخه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړې دي.

هغه په دولتي ادارو کې د مسلکي نجونو او هلکانو پر ګمارل کېدو ټینګار کوي او وایي، اوس مهال په زیاتره ادارو کې طالبانو غیر مسلکي کسان ګمارلي چې دې حالت د فارغو شویو زده کړیالانو په روان منفي اغېز کړی دی.

نادیه زیاتوي: «زما څلور کلونه کېږي چې د قابلګۍ له څانګې فارغه شوې یم په ډیرو سختو حالاتو کې مې زده کړې وکړې، بیا یو نیم کال راته دنده نه پیدا کیده، خو اوس د بهسودو ولسوالۍ بلند غر روغتیایي مرکز کې د قابلې په توګه دنده ترسره کوم، معاش کم او ډیر کله ځنډنی وي او کار ډیر دی دغه راز طالبان هم کله ناکله زمونږ په چارو کې لاسوهنه کوي هغه قابلې چې لېرې سیمو کې دندې لري له محرم پرته لېرې کار نه شي کولای او یا هم ځینې یې محرم نه لري زیاتې نورې ستونزې هم شته دی.»

د هغې په خبره ګڼو روغتیايي مرکزونو کې طالبانو زیاتره ښځینه نرسانې او نورې کارکوونکې له دندو ګوښه کړي او بستونه یې تر اوسه ازادې سیالۍ ته نه دي ورکړل شوي.

د ننګرهار یوه بله اوسیدونکې عاقله چې سږکال د یو خصوصي انسټیټیوټ د نرسنګ له څانګې فارغه شوې هم له بې روزګارۍ شکایت کوي.

نوموړې د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې لاهم د بې روزګارۍ له منځه وړلو لپاره بنسټیزې طرحې نه لري او په وینا یې دا هغه تشه ده چې ورځ تر بلې بې روزګاري ډېروي.

هغه وایي، لویه هېله یې له پوهنتون فراغت و، خو پوهنتونونو ته د ښځینه وو پر ورتګ د طالبانو بندیز یې دا ټول پلانونه له مینځه یوړل او اندیښنه لري چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو دایمي تړل به د بیلابیلو علمي درجو د ترلاسه کولو لپاره د ښځینه وو مخه ونیسي.

د عاقلې په وینا د زده کړو په برخه کې پر ښځینه وو بندیزونه د دې لامل نه شي کیدای چې له علم او پوهې څخه زړه تورې شي بلکې هڅه کوي خپل هدف ته ورسیږي.

نوموړې زیاتوي د انسټیټیوټ له فراغت را وروسته بې روزګاره ده او هره ورځ په کار او دندې پسې ګرځي.

نوموړې د طالبانو له حکومت پر ښځینه وو د محدودیتونو د لېرې کیدو او دوی ته د کاري زمینو د برابریدو غوښتنه کوي.

عاقله زیاتوي: «زه سږ کال له نرسنګ فارغه شوې یم، خو د زده کړو پر مهال مې په خپل مسلک کې عملي کار هم کړی او پوره تجربه لرم، کورنۍ مې تمه درلوده چې زه به له فراغت وروسته دنده واخلم خو داسې ونشول ډیرو دولتي او غیر دولتي ادارو ته مې د دندې لپاره وړاندیز کړی، خو تولو راته د نه ځواب ویلی دی.»

 د هغې په خبره يو شمېر ښځينه زده کوونکې چې اوس مهال د نیمه عالي طب په برخه کې په زده کړو بوختې دي، خو دا چې له فراغت وروسته به دندې ومومي او که نه په دې اړه بې باوره دي.

د طالبانو د محدودیتونو له کبله ډیری نجونې د خپلې خوښه دنده نه شي موندلی. انځور: استول شوی

د قابلګۍ له څانګې یوه بله فارغه روبینه هم له بې روګارۍ کړیږي او وایې، له فراغت یې لس میاشتې تیریږی، خو تر اوسه په دندې اخیستو نه ده بریالۍ شوې او په کور ناسته ده.

نوموړې زیاتوي، د فارغو نجونو د بې روزګارۍ یوه لویه ستونزه دا ده چې زیاتره یې نه شي کولای له خپل شته مسلک او وړتیاوو په سمه بڼه دفاع وکړي.

د هغې په وینا تجربه او تخصص نه درلودل هغه نورې ستونزې دي، چې د کار بازار ته نوي راتلونکي ځوانان ورسره مخامخ وي.

روبینې وویل: «په افغانستان کې یو لویه ستونزه د بې روزګارۍ ده خاص ډول د تحصیل کرده ځوانانو چې په دوی کې نجونې هم شاملې دي، د طالبانو حکومت هم د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره پلان نه لري، نو ځکه خو دا کچه ورځ تربلې لوړیږي، نو لازمه ده چې له پوهنتون فارغو نجونو او هلکانو ته په خپله مسلکي برخه کې روزنه ورکړل شي او دوی په اړوندو ادارو کې پر دنده وګمارل شي.»

هغه په ټینګار سره وایي، چې د نارینه وو ترڅنګ نجونې هم حق لري چې زده کړې وکړي او شته نظام دې ښځینه وو ته پر زده کړو سربېره په دولتي ادارو کې د کار کولو زمینه هم برابره کړي.

د هغې په خبره زیاتره نجونې د لوړو زده کړو هېله لري، خو پر وړاندې یې لوی خنډونه کلتوري محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د خصوصي پوهنتونونو او انسټیټیونو لوړ فیسونه دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار او لغمان په یو شمېر لېرې پرتو سیمو کې ځایي خلک په خپلو سیمو کې د قابلو له نشتوالي شکایت کوي.

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی منور وایي، د ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې متخصصه ښځینه ډاکتره او قابلې نه لري چې له کبله یې دوی اړ دي خپلې ښځینه ناروغانې د مهترلام روغتون ته ولیږي.

د هغه په خبره د لارو خرابوالی، د روغتیایي خدمات نشتوالی او د ښځینه داکټرانو نشتون له کبله په یاده ولسوالۍ کې د ولادت پر مهال د مور او ماشوم مړینه زیاته ده.

منور زیاتوي: «د لغمان دولت شاه کې یو کوچنی روغتایي مرکز شته، خو د شپې لخوا بند وي او بیا مونږ مجبوره یو خپل ناروغان مهترلام ته د درملنې لپاره یوسو، دلته ښځینه ډاکټره، نرسانې او قابلې نشته نو زیاتره وخت زمونږ د سیمې ښځې د ولایت پر مهال ژوند بایلي غوښتنه کوو چې زمونږ سیمه کې دې ښځینه ډاکټرانې په دنده وګمارل شي.»

په ورته مهال ننګرهار کې د نسايي او ولادي ناروغيو متخصصه مریم مومند په لېرې پرتو سیمو کې د قابله ګانو شتون مهم بولي او وايي، لاهم په زیاتو ولسوالیو کې د ښځينه ډاکټرانو او قابلو کمښت احساسیږي.

نوموړې زیاتوي، که څه هم طبي پوهنتونونه د نجونو پرمخ تړل شوي او طالبانو یوازې د قابله ګۍ په برخه کې نیمه عالي زده کړو ته اجازه ورکړې خو وایي، چې لاهم په نظري او عملي برخه کې کیفیت ته پام نه دی شوی او ټینګار کوي چې ښځینه روغتیاپالانې دې په سم او مسلکي ډول وروزل شي.

مومند وویل: «د قابلو شتون روغتیایي مرکزونو کې مهم دی او باید دا تشه حکومت ډکه کړي او فارغې قابلې دې په دندو وګماري، چې په دې سره به د مور او ماشوم د مړینې کچه هم راکمه شي او دغه راز تحصیلي موسېسو پر نصاب باید کار وشي څو دوی تکړه او مسلکې قابله ګانې ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي لاهم په دې برخه کې ستونزې شته چې دوی په سم ډول نه روزل کېږي.»

بلخوا د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو له شپږم ټولګي پورته د بندیز له ۱۰۰۰ ورځو په تېرېدو وروسته لاهم طالب مشرانو د دوی د برخلیک په اړه پرېکړه نه ده کړې.

د لغمان اوسیدونکې نجما وایي، طالبانو د سیاسي موخو لپاره پر نجونو د زده کړو بندیز لګولی او دغه ډله تل د نجونو د ښونځیو د تړل کېدو لپاره راز، راز پلمې کوي.

د هغې په خبره د هر کال په تېریدو سره افغاني ټولنه په بیلابیلو برخو کې د ښځينه کدرونو له فارغېدو بې برخې پاتې کېږي چې د دغې تشې ډکول بیا نه یوازې ډېر کلونه وخت ونیسي بلکې ناوړه پایلې به هم ولري.

نجما وویل: «پر نجونو د زده کړو بندیز طالبان د خپلو موخو لپاره کوي او دا لوی خیانت دی له افغان نجونو سره ځکه له درې کلونو ډیر وخت وشو، نجونې له زده کړو محرومې او په کور ناستې دي غوښتنه له نړیوالې ټولنې کوو؛ چې پر طالبانو دې فشار راوړي څو ښځینه وو ته د تعلیم او کار کولو حق ورکړي که دا حالت همداسې دوام وکړي د نجونو راتلوونکی تیاره او بې برخلیکه دی.»

د تیر حکومت له نسکوریدو وروسته او واک ته د طالبانو په رسیدو سره سم د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال کې تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې وتړلې او وروسته د ۲۰۲۲ کال په پای کې یې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.

او له دې سره یې همهاله د طالبانو مشر د یو فرمان پر اساس په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو کار منع کړ، خو د روغتیا په برخه کې محدود شمېر ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوه او د وخت په تیریدو د قابلګۍ په برخه کې د ښځو او نجونو زده کړه هم له دې محدودیتونو بهر شوه.

له دغه بندیزونو ورورسته د یو شمیر خصوصی انسټیټیونو او د کانکور ازموینې د چمتوالي ادارو مسوولینو ویلي، چې د نجونو پر زده کړو د محدودیت له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او آن ګڼ شمیر یې تړل شوي دي.

په ننګرهار کې د یو خصوصي انسټیټیوټ مسوول منصف شاه بهار وایي، چې د هیواد په ټولو خصوصي پوهنتونونو او انسټیټیونو کې د ښځینه محصلینو د نشتوالي دوام، د لوړو زده کړو دغه مرکزونه له مالي ستونزو سره مخ کړي.

نوموړی ټینګار کوي، چې طالب مشران باید د نجونو د زده کړو په اړه بیا فکر وکړي او د وضع شویو شرایطو په نظر کې نیولو سره باید ښځینه وو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

بهار وویل: «زمونږ زیاتره محصلین ښځینه وې، خو اوس یې شمیر بیخي کم شوی او راتلوونکی کال که له دولسم ټولګي فارغې نجونې ونه لرو، نو اندیښنه ده چې محصلین به هم نه وي ځکه که یوې خوا مونږ مالي ګټه کوو له بلې خوا خدمات هم ترسره کوو؛ ما په دې انسټیټیوټ زیاته پانګونه کړې، خو اوس د محصلینو د کمښت له امله خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولای.»

په ننګرهار کې د یو شمېر نورو خصوصي پوهنتونونو او انسټیټیونو مسوولینو هم د دغه تعلیمي مرکزونو د اقتصادوي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د خپلو ستونزو د هواري په برخه کې د طالبانو د ژمنو په تمه دي.

له دې څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا پخواني وزیر قلندر عباد ویلي و، چې دوی د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي او په دې برخه کې حل لارې لټوي.

خو، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ټولو پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې تر امرثاني پورې ځنډولي او ویلي یې دي چې د اسلامي شرایطو په رامنځته کېدو سره به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

د نجونو پر زده کړو لوړپوړي طالب چارواکي هم سره په یوه خوله نه دي، څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي و، ښځې کولای شي د خپلو وړتیاوو پر بنسټ په هر دولتي پوسټ کې کار وکړي.

 نوموړي زیاته کړې وه، زده کړې پر ښځو او نارینه وو فرض دي او په دې برخه کې مساوي حقونه لري.

بلخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره د طالبانو ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې په دولتي او خصوصي سکټور کې ۲۶ زره او ۳۲۶ ښځې پر دندو ګمارلې دي.

ابراهیمي وویل: «تیرو دوو کلونو کې په دولتي او خصوصي ادارو کې په ټولییزه توګه ۱۰۹۸۲۴ کسان پر دندو ګومارل شوي چې ۲۶۳۲۶ یې ښځې دي او کوښښ کې یو ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړو.»

نوموړی داسې مهال په ادارو کې د ګمارنې خبره کوي چې لاهم هېواد کې ګڼ ‌شمېر لوستي ځوانان بې روزګاره دي او د کار په لټه اداره په اداره ګرځي.