په هلمند کې د کورني تاوتريخوالي په پيښه کې يو کس وژل شوی

اطلاعات روز: په هلمند کې د طالبانو د والي وياند محمد قاسم رياض خبر ورکړی چې د دې ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له کبله يو تن وژل شوی او يو بل ژوبل دی.

د ښاغلي رياض په خبره دا پېښه تېره شپه (سې‌شنبه، ۵ د چنګاښ) د ګرشک په «حیدراباد» سیمه کې را منځ ته شوې او په دې پېښه کې د قاتل کس ۷۰ کلن نيکه وژل شوی او اکا يې ټپي دی.

نوموړي د پېښې لامل کورنی تاوتريخوالی ياد کړی او زياته کړې يې ده چې قاتل له سيمې تښتېدلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته