د پکتیکا اوسېدونکي په ملکي روغتون کې د طبي وسایلو او اړینو خدماتو له کموالي سر ټکوي

انځور: پکتیکا کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست

د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په کچه یوازینی ملکي روغتون د طبي وسایلو له کموالي سره مخ دی او له همدې امله په کې په سم ډول د دوی د ناروغانو درملنه نه کېږي.

دا ولایت چې د سویل ختیځ زون له پراخ مساحت او لېرې پرتو ولایتونو ګڼل کېږي په مرکز ښرنې ښار کې همدا یوازینی لوی روغتیايي مرکز دی، چې د ښرنې ترڅنګ ورته له ګڼو ولسوالیو ناروغان د درملنې لپاره راوړل کېږي.

په پکتیکا کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولینو بیا له پخوا په روغتیايي مرکزونو کې د شته ستونزو او اړتیاوو د پوره کېدو خبر ورکړی.

د پکتیکا ملي روغتون چې څو میاشتې وړاندې یې له ۷۵ بسترونو ۱۵۰ ته ارتقا هم ورکړل شوې، خو سره له دې بیا هم د اړتیا وړ امکانات په کې نه دي برابر شوي او د دغه ولایت ډېری ناروغان د درملنې لپاره ګاونډیو ولایتونو ته استول کېږي.

د دې ولایت اوسېدونکي وايي، په ملکي روغتون کې د مسلکي ښځینه ډاکټرانو او طبي وسایلو کموالی د ناروغانو پر وړاندې له شته نیمګړتیاوو بلل کېږي او غوښتنه کوي چې اړونده ادارې دې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

د مرکز ښرنې یو تن اوسېدونکي علاو الدین قرار وايي، د دغه ولایت ملکي روغتون ته هره ورځ سلګونه ناروغان مراجعه کوي، خو د ځینو ناروغانو درملنه د روغتیايي وسایلو د کموالي له امله نه ترسره کېږي او ناروغ لرونکي خپل ناروغان د ګاونډیو ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته لېږدوي.

د نوموړي په وینا، چې ښرنې ملکي روغتون کې نارینه روغتیاپالان شته، خو ځینې عادي عملیاتونه هم د امکاناتو او طبي وسایلو د کموالي له کبله نه شي ترسره کولی.

علاوالدین له عامې روغتیا وزارت او نورو نړیوالو روغتیايي بنسټونو غوښتنه کوي چې د پکتیکا ستونزې درک او روغتیايي مرکزونو ته دې اړین طبي وسایل ورکړل شي.

هغه وویل: «دلته مونږ په ملکي شفاخانه کې ډاکټران شته، خو ښځینه داکټرانې ډېرې کمې دي او بله لویه ستونزه چې خلک یې له وجې مجبوره دي خپل مریضان نورو ولایتونو لکه پکتیا او غزني ته استوي هغه دلته د ښو وسایلو کموالی دی، اوس ځینې عادي اپریشنونه هم نه کېږي ځکه وسایل نشته.»

د پکتیکا ملکي روغتون روغتیايي ډله. انځور: خواله رسنۍ

پکتیکا کې د ملکي روغتون په ګډون په ارګون او خیرکوټ ولسوالیو کې درې لوی روغتیايي مرکزونه شتون لري.

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی او درمل پلورونکی پیر محمد شاکر هم په ملکي روغتون کې د وسایلو کموالی لویه ستونزه یادوي او وايي، په تېرو څو کلونو کې له دغه روغتون سره د ځینو موسېساتو له لوري د وسایلو همکاري شوې، خو د مسلکي کسانو نشتون له کبله ورڅخه په ښه ډول استفاده نه ده شوې او اوس یې زیاته برخه وسایل خراب او یا هم بې استفادې پراته دي.

ښاغلي شاکر وویل: «دلته روغتون کې رښتیا هم ستونزې شته، وسایل یا کم دي او یا هم ورڅخه هیڅ استفاده نه شي کېدلی ځکه ځینې داسې وسایل نړیوالو موسېساتو ورکړي چې د هغه لپاره مسلکي ډاکټرانو ته ضرورت دی او متاسفانه چې مونږ یې نه لرو که وي هم ډېر کم او بله موضوع ځینې وسایل خراب شوي چې بیرته باید ترمیم شي او ګټه ترې واخیستل شي.»

د پکتیکا په ملکي روغتون کې له کاره لویدلي وسایل. انځور: خواله رسنۍ

په دغه روغتون کې د منظم کاري چاپیریال نشتون بل هغه څه دي چې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا مخه یې نیولې ده، د ښرنې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د دغه روغتون لپاره دې په معیاري ډول لویه او اساسي ودانۍ جوړه شي.

د پکتیکا ځايي اوسېدونکی حکمت الله وویل: «وسایل هم کم دي، خو که ورته ودانۍ په معیاري ډول جوړه شي نو ډېر خوند به وکړي، ځکه دا اوسنۍ ودانۍ ډېره پخوانۍ ده او د مریضانو شمېر دېر زیات دی، نو که زمونږ دا غوښتنه ومنل شي چې شفاخانې ته مو یو ښه تعمیر جوړ شي.»

پکتیکاوال همدا راز د روغتیايي وسایلو د کموالي سربېره بله عمده ستونزه د ښځینه مسلکي ډاکټرانو کموالی بولي او زیاتوي چې په ملکي او نورو روغتیايي مرکزونو کې د ګوتو په شمېر روغتیاپالانې کار کوي چې د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د مټاخان ولسوالۍ د کوتي خېلو سیمې اوسېدونکی کریم الله وايي، پکتیکا کې د ښځینه ډاکټرانو کموالي له امله خلک مجبوره دي، چې خپلې ښځینه ناروغانې نارینه روغتیاپالانو ته د درملنې لپاره یوسي، چې دې چارې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «یو څو ډاکټرانې په ملکي روغتون کې لرو او پاتې دوه چې یوه ام ډي ډاکټره په ارګون او یوه په خیرکوټ ولسوالیو کې شته، په نورو هیڅ ولسوالیو کې مسلکي ډاکټرانې نشته او د دې ټولو پاتې ولسوالیو اوسېدونکي خپلې ښځینه ناروغانې نارینه ډاکټرانو ته ور وړي.»

څه موده وړاندې په پکتیکا ملکي روغتون کې د یو سوداګر له لوري د یو جومات د جوړېدو کار پېل شو، د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکو په خپلو څرګندونو کې په روغتیا برخه کې د ګڼو ستونزو حل او د روغتیايي اړتیاوو د پوره کېدو یادونه وکړه.

د دوی په وینا په ملکي روغتون کې دم ګړۍ ځینې پیچلي عملیاتونه هم ترسره کېږي او زیاته یې کړه چې په تېرو دریو کلونو کې د ځینو نړیوالو روغتیايي ادارو له لوري له دې روغتون سره د بېلابېلو عصري طبي وسایلو همکاري هم شوې ده.

پکتیکا د ۲۴ ولسوالیو په درلودلو سره شاخوا ۲ سوه زره نفوس لري او ډېر اوسېدونکي یې په لېرې پرتو ولسوالیو کې دي، چې د مساحت پراخوالي له امله د ژوند له ګڼو نورو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته