ارزګان کې د یوې ناچاوده زړې سرګلولې چاودنې يو ماشوم وواژه

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یوې ناچاوده زړې سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی دی.

په دې ولايت کې د طالبانو امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې دغه پيښه نن (شنبه، ۲۴ د چنګاښ) سهار مهال د مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، چې ياد ماشوم يوه سرګلوله موندلی وه او د لوبو کولو پر مهال يې ورباندې چاودنه کړې، چې لومړی ټپي او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړې.

هغه له خلکو غوښتنه کړې چې د ناچاوده توکو د ليدو پر مهال دې طالب امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ارزګان کې تردې مخکې هم د پخوانيو ناچاده توکو د چاودنو له امله عام وګړي وژل شوي، چې ډیرې یې ماشومان وو.