هلمند کې پر یوه کور د لاسي بم برید؛ د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي چې «نامعلومو کسانو» د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یوه کور ته د ماښامنۍ د خوراک پر مهال لاسي بم ورغورځولی او وروسته کور ته په ورننوتلو يې ډزې کړې چې له کبله يې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه نن شپه (سې‌شنبه، ۱۶ د زمري) شاوخوا لس بجې د نادعلي ولسوالۍ اړوند «شنه کلي» سیمه کې را منځته شوې ده.

تر دې مهاله د پیښې د قربانیانو هویت او د پېښې انګېزه نه ده روښانه.

همدا راز معلومات نشته چې په دې پېښه کې څومره کسان ژوبل دي.

د یادې پېښې په تړاو تر اوسه هلمند کې د طالبانو امنیتي مسوولینو څه نه دي ویلي.