درې کاله له زده کړو محرومیت

افغانستان په نړۍ کې یوازينی هېواد دی چې د طالبانو د حاکمیت لاندې په کې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو راګرځول شوي دي. د طالبانو د حاکمیت په تېرو دریو کلونو کې دغې ډلې د ژمنو سره سره لاهم د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، چې دوی دغه بندیز دایمي نه بولي او وایي شرایطو ته په کتو به یوه ورځ ټول ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي. خو نجونې بیا وایي، تر سږ کال یې تمه درلوده چې بیرته به خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو په خبره یې چې اوس یې دا تمه هم شلېدلې او طالبان نه غواړي چې دوی زده کړې وکړي.

د ښوونځیو یو شمېر زده‌کوونکې زیاتوي، درې کاله وشول چې له زده‌ کړو لېرې په ناهیلۍ کې شپې سبا کوي، خو تر اوسه هیڅ لوري د دوی پوښتنه نه ده کړې او همداسې بې برخلیکه ژوند تیروي.

د کابل اوسېدونکې بهاره چې دولسم ټولګي کې له زده کړو محرومه شوې وایي: «له تېرو درېیو کلونو راهیسې زه له زده کړو بې برخې یم، کور کې ناسته ناستې بیخي لیونۍ کړې یم، نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې زموږ ښوونځي خلاص کړي، ترڅو خپلو زده کړو دوام ورکړو، زه خو نه غواړم چې بیا په زړښت کې مکتب ته ولاړه شم.»

یوه بله زده کوونکې پلوشه چې د زابل ولایت اوسېدونکې ده وایي، کله چې طالبان کابل ته راغلل د پوهنتون وروستی کال یې و، چې له زده کړو محرومه شوه او طالبانو یې هېلې له خاورو لاندې کړې.

پلوشې وویل: «په دې درېیو کالو کې چې  د پوهنتونونو او مکتبونو دروازې خلاصې نه شوې، نور هېڅکله نه خلاصېږي، هیله مو درلوده چې حداقل سږ کال به هغو نجونو ته چې د پوهنتون وروستی کال یې و اجازه ورکړي چې پوهنتون خلاص کړي، خو ونه شو اوس نور هیله نه لرو ځکه هېڅوک د افغانستان د ښځو پوښتنه نه کوي ټول پر افغانستان معامله کوي.»

بلخوا طالبانو تل په خپلو مرکو او رسنیزو کنفرانسونو کې ټینګار کړی تر هغه چې د اسلامي قوانینو یا اسلامي شریعت سره برابره چاپیریال یې نه وي جوړ کړی نجونو ته به د زده کړو اجازه ورنکړي او ځینو طالب مشرانو تل دا خبره تکرار کړې چې  په دې اړه کار روان دی.

ټولنپوهان وايي، چې د نجونو د زده کړو په برخه کې د طالبانو نظریه د یو شمیر کلیوالو سیمو له دود دستور څخه سرچېنه اخلي او د طالبانو رهبري په دې عقيده ده چې ښځې بايد په هيڅ ډول عامه او ټولنیزو چارو کې ګډون ونه لري او په ځانګړي توګه له تعلیم څخه باید لېرې وساتل شي.

ټولنپوه احمد صدیقي په دې اړه په خپلو خبرو کې وویل: «د نجونو پرمخ د ښونځیو او پوهنتونونو د دروازو په تړل کېدو سره د ښځینه زده کوونکو وضعیت کړکېچن حالت خواته روان دی او که چېرې دا وضعیت دوام پیدا کړي افغانستان به یو ستر بحران خواته ولاړ شي ځکه مېرمنې د دې ټولنې مهم قشر دی که چېرې په کور کې یوه ښځه بې سواده وي د هغې اولادونه هم بې سواد راځي او په راتونکي کې به د دې نسل ټولنې ته خطرناک ثابت شي او له زیانونو ډکه ټولنه جوړېږي.»

د ښوونځیو تړل کیدو سره طالبانو هڅه کړې چې نجونو ته په دیني مدرسو کې د زده کړو زمینه برابره کړي

د ښوونځیو بندېدل او پر ځای یې د مدرسو فعالول

دا مهال طالب مشران هڅه کوي چې د یوې بدیلې لارې په توګه افغان نجونو ته په مدرسو کې د دیني زده کړو ترڅنګ د عصري زده کړو زمینه برابره کړي او د هیواد دننه رضایت ترلاسه کولو ترڅنګ نړیوالو سره د تعامل زمینه برابره کړي..

د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هیواد کې د دینې مدرسو شمیر ۲۰ زرو ته رسیږي او دا شمیر ورځ تر بلې په ډیریدو دی چې د هلکانو ترڅنګ اوس په ډیری سیمو کې نجونې هم دیني زده کړې کوي.

د طالبانو د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې، له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د دې ډلې راتلونکې پالیسي دا ده چې د مدرسو له لارې نجونو ته د دولسم ټولګي اسناد ورکړي او هغوی فارغې کړي.

بلخوا د پوهنې برخې فعالان په دې باور دي چې د افغانستان ځوان نسل په بېلابېلو برخو کې عصري علومو ته اړتیا لري او زیاتوي، کومې مدرسې چې نن سبا په افغانستان کې فعالیت کوي په ښه وضعیت کې نه دي او د دغو مدرسو وضعیت خطرناک بولي.

ټولنپوه او د پوهنتون استاد احمد رشید صدیقي وایي، د افغانستان اوسنۍ مدرسې له افراطیت څخه ډکې او د ټولنې په ګټه نه دي.

د هغه په وینا، د مدرسو مسوولین او د پوهنې وزارت باید لومړی دا تضمین کړي چې په دغو مدرسو کې څه شی له کومو افکارو سره تدریس کېږي.

له بله اړخه په نورو اسلامي هېوادونو کې پر دې موضوع اجماع موجوده ده چې اسلام ښځې او نارینه ته د تعلیم مساوي حق ورکړی، خو له دې ټولو سره سره هم اسلامي هېوادونو په تېره د اسلامي همکاريو سازمان تر اوسه نه دی توانېدلی چې د ښځو د تعلیم په برخه کې د طالبانو مفکوره بدله کړي او دا چې دغه هېوادونه ولې د دې ډلې پر وړاندې خپل عکس‌العمل نه ښیي هغه پوښتنه ده چې تر اوسه اسلامي هېوادونه ورته ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو د نجونو د شپږم ټولګي پورته ښونځیو د تړلو ترڅنګ د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسېسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه، چې ورسره په ټول افغانستان د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او د لوړو زده کړو په موسېسو کې په بشپړ ډول د نجونو او ښځو تعلیم بند شوی او دې چارې هیواد کې یو شمیر کورنۍ اړې کړي چې د خپلو اولادونو د تعلیم لپاره نورو هیوادونو ته کډه وکړي.