اطلاعات روز: د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې ډلې پولیسو د وروستي يوه کال پر مهال ۱۰ زره او ۵۶۴ تنه له نشيي توکو سره د اړوندو جرمونو په تور نيولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (سېشنبه، ۶ د وږي) دا شمېرې په کابل کې د يوې خبرې غونډې پر مهال اعلان کړې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وياند ويلي چې د دې افرادو قضیه د طالبانو عدلي او قضایي اورګانونو ته سپارل شوې ده.
ده زیاته کړې چې په دې موده کې ۱۷ زره او ۶۵۱ هکټاره ځمکه هم د نشيي توکو له کښت څخه پاکه شوې ده، درې زره او ۶۴۳ ټنه نشيي توکي له منځه وړل شوي او د نشيي توکو، الکولي څښاکونو او نشيي ګولیو ۷۹۰ کارخانې ویجاړې شوې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې شمېرو د اعلان تر څنګ ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د نشيي توکو کرکیله صفر کچې ته رسيدلې ده.
تر دې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) د یوه راپور په خپرولو سره ويلي و چې که څه هم طالبانو د نشيي توکو کرکیله کمه کړې ده، خو د تاریاکو د زېرمو پر خلاف یې هيڅ اقدام نه دی کړی.
د سیګار په راپور کې ويل شوي و چې د «آلیسس» سازمان انځورونه او د معیشت تحلیل او شننه ښيي چې په افغانستان کې د زېرمه شویو تاریاکو کچه پام وړ ده او ۱۶ زره او ۵۶۷ میټریک ټنه ته رسېږي.
دې بنسټ ويلي و چې د تاریاکو کروندګرو د طالبانو له لوري د بندیز تر فرمان وړاندې پام وړ مقدار تاریاک زېرمه کړي او احتکار کړي او له همدې کبله يې بیې هم لوړې شوې دي.
د طالانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې د یوه فرمان له لارې د نشيي توکو پر کرکیله، پلور او پېر او استفادې بندیز ولګاوه.
که څه هم پر دې فرمان دوه کاله اوړي خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت راپورونه ښيي چې سږ کال هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې کروندګرو پر خپلو ځمکو تاریاک کرلي وو.
طالبان سږ کال د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې له سیمهییزو اوسېدونکو سره د تاریاکو د کرلو پر سر په شخړه واووښتل او د دې ډلې د ډزو په پایله کې څو نفر مړه او ژوبل شول.