د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني تر تېښتې وروسته صلاحالدین ایوبي د طالبانو له لومړیو قومندانانو څخه و چې ارګ ته ننوت. ارګ ته تر ننوتلو وروسته، ایوبي د اشرف غني پر څوکۍ کېناست او له الجزیرې شبکې سره یې مرکه وکړه او ویې ویل: «په افغانستان کې به یو ټولشموله حکومت جوړ شي.» خو اوس هغه په خپله د طالبانو له حکومته استعفا ورکړې ده.
صلاحالدین ایوبي چې د طالبانو د ازبکتوکمه پوځي قومندانانو ترمنځ مهم شخصیت ګڼل کېږي، په خپله یې د طالبانو په حکومت کې له غړیتوبه استعفا کړې او د طالبانو له مشر ملا هبتالله آخوندزاده څخه یې غوښتي چې دا استعفا ومني. ایوبي په خپل استعفا لیک کې لیکلي: «د پلار د مړینې او په کور کې د سرپرست د نشتون په ګډون د ژوند په کورنیو چارو کې د رامنځته شویو ستونزو او خاصو شرایطو له امله مې پرېکړه وکړه چې د اسلامي امارت له دندې څخه استعفا وکړم. دا پرېکړه ماته ډېره سخته ده، خو د سختو شرایطو او کورنیو چارو ته د بشپړې پاملرنې پر اساس مې کړې ده.»
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د طالبانو له ازبکتوکمه قومندانانو څخه صلاحالدین ایوبي هغه څوک و چې د فاریاب د مرکز میمنې ښار په «تاتارخانه» سیمه کې یې درې نیم پوړیزه ودانۍ جوړه کړه او اوس په دې ودانۍ کې د خپلو ځواکونو تر امنیتي تدابیرو لاندې ژوند کوي.
د صلاحالدین ایوبي ځینې پلویان هغه د ارګ فاتح بولي او د شمالي ولایتونو د سقوط په تسهیل کې د هغه د مهم رول له امله، هغه هیله درلوده چې د طالبانو په حکومت کې به یو مهم پوځي یا امنیتي مقام ورکړل شي؛ خو دا هیله یې پوره نه شوه. د ایوبي یو نږدې کس اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې هغه هیله درلوده چې یا د دفاع وزیر او یا هم د کورنیو چارو وزیر شي، خو میدان یې د حقاني شبکې مشر سراجالدین حقاني او د ملا عمر زوی ملا یعقوب ته بایلود.
ورو-ورو سقوط
صلاحالدین ایوبي زیاتې هڅې کړې وې چې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو لیکو ته زیات ازبک ځوانان راولي. د جمهوري نظام په وروستیو کې یې زرګونه کسان تر امر لاندې و، خو ورو-ورو یې د ځواکونو شمېر راکم شو.
ایوبي هڅه وکړه چې وښيي چې د مارشال عبدالرشید دوستم په څېر د ازبکتوکمه خلکو په منځ کې نفوذ لري. له همدې امله، هغه په زرهي موټرو کې چې لسګونه وسلهوال کسان به پکې سپاره وو، خپل ټاټوبي میمنې ښار ته راته او ساتونکي یې د پخواني حکومت په پاتې شویو او پرمختللو وسلو لکه M4او راکټ لانچر مجهز وو. په فاریاب کې ځايي سرچینو د اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې صلاحالدین ایوبي کله فاریاب ته تله نو د مارشال دوستم ځینې زرهي موټرونه یې هم له ځان سره راوستي وو.
خو، پښتنو طالبانو چې د ایوبي له ډېر ځواکمنېدو یې وېره لرله، د هغه پوځي ځواک په تدریجي ډول راکم کړ. واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته ایوبي څو میاشتې په کابل کې له کوم رسمي مقام پرته تېرې کړې، ترڅو چې په پکتیا کې د اردو د مرستیال په توګه وګمارل شو، خو ترڅو اونیو وروسته یې له دې دندې استعفا ورکړه. بیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت مرستیال په توګه وګمارل شو، خو دا مقام هم هغه ته د منلو وړ نه و او خپل ټاټوبي فاریاب ته ستون شو. د صلاحالدین ایوبي نږدې کسانو له ځینو خبریالانو سره اړیکه نیولې وه او هغوی ته یې ويلي و چې قومندان یې د دې ډلې د رهبرۍ له پرېکړو او د ازبکو له منزوي کېدو ناراضه دی.
د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې صلاحالدین ایوبي د زابل ولایت د پولیسو قومندان په توګه وګمارل شو. دا ولایت کندهار ته نږدې دی، کندهار هغه ځای دی چې د طالبانو مشر همالته مېشت دی. په هغه وخت کې ایوبي بله لار نه لرله مګر دا چې دا مقام ومني، ځکه چې د دې مقام نه منل د ملا هبتالله آخوندزاده له پرېکړې سره مخالفت ګڼل کېده او ناوړه پایلې به یې لرلې.
سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې ایوبي په زابل کې د ملا هبتالله آخوندزاده تر څار لاندې و او هغه یې کړنې څارلې.
له بلې خوا، ایوبي ته دا سخت کار و چې د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې د مشر سراجالدین حقاني د ټولو امرونو پوره اطاعت وکړي، ځکه چې هغه یو وخت دا خوب لیده چې د کورنیو چارو وزیر شي او ځان یې د ملا یعقوب او سراجالدین حقاني سیال ګاڼه. مګر له دې هر څه سره-سره، هغه د زابل د پولیسو د قومندان په توګه نږدې دوه کاله کار وکړ او بیا یې د طالبانو له حکومته استعفا ورکړه.
صلاحالدین ایوبي به له فاریابه تر زابله د ځمکې له لارې سفر کاوه او دا لار چې د کندهاري طالبانو تر شدید کنټرول لاندې وه، د ده لپاره یو ګواښ و.
ډېر غیرپښتانه طالبان او قومندانان په کلاشینکوف، پیکا او راکټ لانچر مجهز وو، خو د ځانمرګو او انفجاري وسایلو ځواک یې نه درلود. ظاهرا دا د هغوی د انزوا یو لامل ګڼل کېږي. پښتانه طالبان چې د ځانمرګو ځواکونو مشري کوي، د واک په معادله کې ډېر ځواکمن دي.
د طالبانو د رهبر مانور
په فاریاب کې د طالبانو د ازبکتوکمه کسانو واک کم شوی دی. ملا هبتالله آخوندزاده د ۱۴۰۱ کال په غبرګولي میاشت کې ملا عبدالاحد فضلي چې پښتون او د هلمند دی، د فاریاب د والي په توګه وګماره، چې اوسېدونکي يې اکثریت غیر پښتانه دي. ازبکتوکمه طالبانو له دې پرېکړې سره هیڅ مخالفت ونه کړ او د هغه د معرفي په مراسمو کې یې ګډون وکړ. طالبانو ویلي چې ملا عبدالاحد د ملا هبتالله اخوندزاده شاګرد دی او د «امارت» د ګټو لپاره یې د خپلې کورنۍ پنځه غړي بایللي دي.
د طالبانو د واکمنېدو په لومړیو وختونو کې په فاریاب کې د چارواکو ادلون-بدلون له ازبکو طالبانو سره په مشوره کېده؛ خو د ازبکو طالبانو د نظامي زور په کمښت سره اوس پښتانه طالبان د هغوی له مشورې پرته بدلون او تغییر راولي.
د دې ډلې تر واکمنېدو درې کاله وروسته ملا هبتالله اخوندزاده له خپلو فدایي او ځانمرګو ځواکونو سره هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو ته سفر وکړ او له ځايي طالب چارواکو سره یې وکتل. د دې سفر پیغام دا و چې د طالبانو مشر کولای شي چې ځایي قومندانان کنټرول کړي او ټولو ته یې امر کړی چې له ځنډ او پوښتنې پرته د فرمانونو اطاعت وکړي.
صلاحالدین ایوبي ته یو نږدې کس اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ملا هبتالله د سفر پرمهال دی په کابل کې و او هغه ته ویل شوي و چې بلخ ته لاړ شي او له هبتالله سره وویني. «د بلخ په غونډه کې تر ګډون وروسته زموږ قومندان (صلاح الدین ایوبي) غوسه شوی او استعفا یې ورکړه. د دې ناستې محتوا لا څرګنده نه ده.»
د طالبانو حکومت د قدرت په سخت انحصار تورن دی. د دې ډلې داخلي منتقدین وايي، چې پوځي، امنیتي او استخباراتي ځواک د طالبانو د کندهاري او ختیځو مشرانو ترمنځ وېشل شوی او د غیرپښتنو قومندانانو پوځي ځواک یې راکم کړی. د طالبانو لوی درستیز قاري فصیحالدین تاجک دی، خو د دې ډلې د پوځ په جوړښت کې کوم ځانګړی صلاحیت نه لري. د فصیح الدین ډېری رسمي سفرونه د ده خپل ټاټوبي بدخشان ته دي. په بدخشان کې سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د قاري فصیحالدین یو شمېر کسان د اردو له مقامونو لېرې کړل شوي او د دې تاجک قومندان د تسلیحاتو د ثبت او د طالبانو حکومت ته یې د یو شمېر د سپارلو هڅې روانې دي.
دغه راز مولوي مهدي مجاهد چې د طالبانو یوازینی هزارهتوکمه قومندان و، کله چې په بامیان کې د طالبانو د استخباراتو له دندې ګوښه کړل شو د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته ولاړ او اعلان یې وکړ چې د هزاره ګانو پر خلاف د طالبانو د تبعیض او له واک څخه د هغوی د ایستنې له امله د طالبانو د حکومت اطاعت نه کوي. د دې هزاره قومندان دا دریځ د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شو او دې ډلې د مهدي د ځپنې لپاره پراخ نظامي ځواک بلخاب ته ولېږه. طالبانو وروسته هغه د ۱۴۰۱ کال په اسد میاشت کې د هرات ولایت په اسلامقلعه کې ونیوه او ويې واژه. څرګنده نه ده چې د صلاحالدین ایوبي برخلیک به څه وي.