ایرانی چارواکی: له افغانستان سره پر پوله تر لس کیلومټره زیات دېوال جوړ شوی

اطلاعات روز: د ایران د ځمکني پوځ د قومندان ځایناستي نوذر نعمتي ويلي، چې دې هیواد تر اوسه له افغانستان سره پر پوله تر ۱۰ کیلومټره پر زیاته ساحه دېوال جوړ کړی دی.

د ایران د صدا او سیما خبري اژانس په وینا، ښاغلي نعمتي نن (دوشنبه، ۲ د تلې) ويلي، چې له افغانستان سره پر پوله د دې هیواد ۵۰ کیلومټره نوره ساحه هم چمتو ده چې دېوال پکې جوړ شي.

ده زیاته کړې: «له افغانستان سره له شمالي پولې مو د سرحد تړل راپيل کړي دي او هلته منسجمې پوستې جوړې شوې دي چې دا کار وڅاري. دا کار په اصولي توګه کېږي او ځينې برخې يې د ځمکني پوځ له لوري مخته وړل کېږي.»

د ایران د پوځ دې قومندان ويلي، چې شاوخوا شل کارګاوې له افغانستان سره پر پوله د دېوال د جوړولو چارې مخته وړي.

د ایران د ځمکني پوځ قومندان ويلي: «موږ غواړو پوله وتړو او تګ-راتګ په اصولي او کنټرول شوې طریقه وشي او په دې اقدام سره د هیواد او دې سیمو امنیت زیات خوندي کېږي او د هیواد پر اقتصاد به مثبت اغېز ولري.»

ایران وايي، چې دا هیواد به له افغانستان سره پر پوله شاوخوا ۷۰۰ کلیومټره دېوال جوړوي چې ارتفاع به يې څلور مټره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اروپایي ټولنې په څېر د اسلامي هیوادونو ترمنځ د پولو د لېرې کېدو خبره کړې ده.

ده د عراق له ولسمشر سره په لیدنه کې دا طرحه وړاندیز کړې او په تهران کې «د اسلامي ورورولۍ په نړیوال کانفرانس» کې يې هم تکرار کړې او ويلي يې دې چې اروپایان پولې لیرې کوي او په اسانۍ تګ-راتګ کوي، خو مسلمانان د خپلو هیوادونو ترمنځ دېوالونه ودروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه