اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۹۲۰ بې روزګاره ځوانانو ته د حرفوي او فني زده کړو زمینه برابره شوې.
کونړ کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي مجیب الله حیدري وايي، د حرفوي زده کړو دا مرکزونه په مرکز اسعد اباد، څوکۍ، غازي اباد او وټه پور ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
مجیب الله عمر زیاتوي، چې یاد شمېر ځوانانو ته د فلزکارۍ، برېښنا او د موټر جوړونې په برخه کې زده کړې ورکول کېږي، چې له فارغېدو وروسته به د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.
په ورته وخت کې پر حرفوي زده کړو بوخت ځوانان که څه هم دا ډول زده کړې اغېزمنې بولي؛ خو غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې له دغو مرکزونو تر فارغېدو وروسته دوی ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.
کونړ کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست د معلوماتو له مخې تېر کال په دغه ولایت کې د حرفوي زده کړو له مرکزونو شاوخوا ۲۵۰۰ ځوانان فارغ شوي وو.