اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې هر درېیم کس د اقلیمي زیانونو او اقتصادي بېثباتۍ له امله له خوراکي ناامنۍ سره مخ دی.
نن (چهارشنبه، ۲۵ د تلې) چې د اکټوبر له ۱۶مې نېټې سره سمون خوري، د خوراک نړیواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په دې ورځ ټینګار کړی چې خوړو ته د لاسرسي حق د بشر یو اساسي حق دی.
فائو پر ایکس لیکلي: «موږ ټول یو ځای کولای شو چې د معیشت د خوندیتوب او کورنیو د تغذیې لپاره د افغان بزګرانو ملاتړ وکړو.»
اقلیمي بحران او په افغانستان کې سیاسي بدلونونه د فقر او لوږې د پراختیا لامل شوي.
د ملګرو ملتونو په وینا، له ۲۳ میلیونو څخه ډېر خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې د مرستې رسونې لپاره د بودیجې له کموالي سره مخ دي.