افغان زده‌کوونکو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په تړاو د قطر او انډونیزیا ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

Photo: @MofaQatar_EN

اطلاعات روز: قطر او انډونیزیا افغان زده‌کوونکو ته په انډونیزیا کې د تحصیلي بورسونو د ورکړې په تړاو د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې هوکړه‌لیک موخه د همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول دي ترڅو انډونیزیا کې د تحصیلي بورسونو له لارې د افغانستان لپاره اړتیا وړ انساني ظرفیت جوړ شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د تحصیلي بورسونو پروګرام د قطر او اندونیزیا د ګډ لیدلوري او مأموریت یوه برخه ده چې په افغانستان کې د تعلیمي او پرمختیايي پروژو ملاتړ کوي. د دې پروژو ځانګړی تمرکز د داسې فرصتونو پر رامنځته کولو دی چې افغان ځوانان په خپل هیواد کې د یوه روښانه او بریالي راتلونکي په موخه پیاوړي کړي.

 د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولوه الخاطر له افغانستان سره د خپل هیواد د همکارۍ ډاډ ورکړی او د قطر د ۷۵ میلیونه ډالري مرستې یادونه يې کړې.

د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیر رتنو مرسودي ویلي، چې افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په تړاو له قطر سره د ده د هیواد همکاري د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره کلکه ژمنتیا او د همکارۍ روحیه ښيي.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې روان بشري ناورین په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو لپاره د عاجلې زده کړې پر اړتیا ټینګار کوي.

هغه یادونه کړې چې انډونیزیا نه یوازې د زده‌کړې لارې برابروي، بلکې د افغانانو د وطن د بیا رغونې لپاره د دوی مقاومت او هیله هم لوړوي.

قطر او انډونیزیا داسې مهال د افغان زده‌کوونکو لپاره د تحصیلي بورسونو د ورکړې هوکړه‌لیک لاسلیک کوي چې طالبانو ښځې او نجونې له زده‌کړو منع کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته