د طالبانو پلاوي د ایران په خاوره کې پر افغان وګړو ډزې او چاودنه تایید کړه

اطلاعات روز: د طالبانو پلاوي د ایران او پاکستان پر پوله پر افغان وګړو مرګونې ډزې او چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه دوه جسدونه او ۳۴ ژوبل کسان افغانستان ته انتقال شوي دي.

د دې پلاوي موندنې نن (پنجشنبه، ۱۰ د لړم) د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له لوري خپرې شوې دي.

نوموړي ایکس کې پر خپله پاڼه ليکلي: «تر دې دمه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو په اساس د ایران په خاوره کلګان دره کې زموږ پر يو شمير هيوادوالو چاودنې او ډزې شوې دي چې تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي دي، د هیئت له لوري را انتقال شوي ځینې نور يې لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او انتقالولو بوخت دی.»

فطرت ليکلي، چې تر اوسه لاهم څیړنې نه دې بشپړې شوي او د پلاوي کار دوام لري. ده زیاته کړې چې د ارزونې جزییات به وروسته خپاره شي.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې د ایران او پاکستان پر پوله په لسګونو افغانان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

حال‌وش رسنۍ چې د سیستان او بلوچسان راپورونه خپروي، راپور ورکړی و چې د یکشنبې په ماښام (۲۲ د تلې) ایراني نظامیانو د سراوان او کلګان په سیمه کې د افغان مهاجرینو پر هغې ډلې چې غوښتل یې ایران ته داخل شي د یو کمین په ترڅ کې پرې برید او ډزې کړې دي.

ايراني چارواکو دا راپورونه رد کړي، خو د طالبانو حکومت بیا د کورنیو چارو وزارت د امنيتي معین محمد ابراهیم صدر په مشرۍ یو پلاوی ګمارلی ترڅو یاده پیښه وڅیړي.

په نیمروز کې روغتیایي سرچینو له اطلاعات روز سره په خبرو کې تایید کړې چې شپږ ژوبل کسان هلته انتقال شوي دي. په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې یو کس په پښه کې سخت ژوبل دی.

یو څو نور انځورونه چې یو څه وخت وړاندې اطلاعات روز ورځپاڼې ته رسيدلي وو، ښيي چې ځينې ژوبل او روغ وتلي کسان له پاکستاني ځواکونو سره دي.

له دې ژوبلو کسانو یو وايي، چې له دوی سره اته نور ژوبل او دوه وژل شوي کسان دي. د دوی په وینا، ۱۲ تنه نور ورک دي.

یو بل کډوال وايي، چې دوی ۳۰۰ تنه وو او په پنځوس نفري ډلو وېشل شوي وو. دی زیاتوي چې د ایراني نظامیانو له «کمین» سره مخ شوي دي.

د کډوالو د مرګ ژوبلې په تړاو خپاره شوي او راټول شوي ارقام لاهم ضد او نقیض دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته