قطر او ترکیې افغانستان کې اساسي حقونو ته د درناوي او پراخ بنسټه حکومتولۍ پر اهمیت ټینګار کړی

اطلاعات روز: د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوې ګډه بیانیه کې په افغانستان کې د اساسي حقونو د درناوي او پراخ بنسټه حکومتوالۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دغه بیانیه د قطر او ترکيې د عالي ستراتيژۍ کميټې د لسمې غونډې په مناسبت چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په انقره کې جوړه شوې وه، خپره شوې ده.

د دغې بیانیې په یوه برخه کې د افغانستان یادونه هم شوې او ویل شوي چې قطر او ترکیې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

د قطر او ترکیې د مشرانو په بیانیه کې راغلي چې دواړو لورو په افغانستان کې اساسي حقونو ته د درناوي او پراخ بنسټه حکومتولۍ پر اهمیت، له دغه هېواد سره د همغږې اړیکو پر اړتیا او دغه راز د بشري مرستو پر دوام او د خلکو لپاره یې پر دوامدار پرمختګ ټینګار کړی، لکه څنګه چې د یوې خپلواکې ارزونې لخوا ټاکل شوي دي.

بشري حقونو ته درناوى او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول له طالبانو څخه د يو شمېر هېوادونو ګډه غوښتنه ده، خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.  د طالبانو حکومت هم د سړيو په لاس کې دی او ټول د دې ډلې غړي دي.

بشري حقونو ته درناوى او د يوه ټولګډونه حکومت جوړول د هغو هېوادونو له شرايطو څخه دي چې غواړي د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني؛ هغه حکومت چې له دریو کلونو په تیریدو سره لاهم په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته