ریچارډ بېنټ: د طالبانو د سیستماتیکو ظلمونو او تبعیضونو له امله د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی زیات شوی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وایي، چې په دې هېواد کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی ژورې ریښې لري او د طالبانو سیستماتیکو ظلمونو او تبعیضونو له امله نور هم زیات شوی دی.

هغه په یوه ویډیو کې چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر خلاف د ۱۶ ورځني کمپاین په لړ کې خپره شوې، زیاتوي چې د طالبانو له لوري ځپنه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تصویب له لارې رسمي شوې.

بېنټ وایي، چې طالبانو د افغان ښځو او نجونو د ژوند پر هر اړخ لکه جامو، زده‌کړو او ورزش بندیزونه لګولي دي.

هغه ویلي: «سیستماتیک جنسیتي ظلم او تبعیض د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، که فزیکي وي که رواني، زیاتوي.»

بېنټ زیاتوي چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ګڼې پېښې، په ځانګړي ډول د نیولو پر مهال، ثبت شوي دي.

هغه همدارنګه ویلي، چې د کورني تاوتریخوالي، د قربانیانو د بدنامولو او رواني ستونزو د زیاتېدو شاهد دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي په وینا، د بشري او اقتصادي بحرانونو ترڅنګ، د افغانستان ښځې او نجونې د کم عمره ودونو، جبري ودونو او همدارنګه د قاچاق قرباني شوې دي.

هغه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مرتکبینو د معافیت پای ته رسېدل غوښتي او د قربانیانو د ملاتړ غوښتنه يې کړې او ویلي یې دي چې هغه سیستماتیک جنسیتي ځپنه چې اوس په جنسیتي شکنجې بدل شوی او د جنسیتي اپارتاید په توګه تعریفېږي، باید پای ته ورسېږي.

د بشري حقونو او ښځو د حقونو فعالان د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه جنسیتي اپارتاید ګڼي او غواړي چې دا سیاست د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه وپېژندل شي.