د طالبانو د امربالمعرړف وزارت: د ارزو تلویزیون دفتر د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په موخه تړل شوی

اطلاعات روز: د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، په کابل کې یې د «ارزو» تلویزیون دفتر «د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، له رسنیو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت» په موخه تړلی دی.

دغه وزارت نن (پنجشنبه، ۱۵ د لیندۍ) د یوې بیانیې په خپرولو سره ادعا کړې چې ځینو کسانو د ارزو تلویزیون له نوم څخه په ګټې اخیستنې «د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې».

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت زیاته کړې: «ځینو کسانو د آرزو تلویزیون د نوم او تعمیر او په یادې رسنۍ کې د خپل موقف څخه په ګټه اخیستنې ځینې غیر رسمي کسان ګمارلي وو، ترڅو د هېواد څخه بهر تبعيدي رسنیو په مالي ملاتړ، د اسلامي او افغاني اصولو او دودونو خلاف مبتذل سریالونه او خپرونې دوبله کړي.»

د طالبانو استخباراتي او امربالمعروف ځواکونو پرون په کابل کې د ارزو تلویزیون د نمایندګۍ پر دفتر چاپه ووهله او له څو ساعته پلټنې وروسته یې د دې تلویزیون دفتر وتړه.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې طالبانو د ارزو تلویزیون یو شمېر کارکوونکي «وهلي، ډبولي او سپکاوی» یې ورته کړی او اووه تنه یې له ځانه سره بیولي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو د ارزو تلویزیون د دفتر په دروازه کې لیکلي، چې «د غیر اخلاقي او بې حیا سریالونو د خپرېدو له امله تر امرثاني پورې تړل شوی دی».

يوې سرچينې اطلاعات روز ته وویل، چې د طالبانو له دې اقدام سره د ارزو تلوېزيون خپرونې نه دي بندې شوې او په مزارشريف کې يې له مرکزي دفتر څخه خپرونې د تل په څېر دوام لري.

طالبانو پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي.  د سریالونو او فلمونو منع کول یو له دغو بندیزونو څخه دی.

دغې ډلې تر دې وړاندې په کابل کې د «بریا» او «نور» تلویزیونونو دفترونه هم تړلي دي.

د طالبانو د بیا ځل حاکمیت په دې دریو کلونو کې لسګونه نورې رسنۍ د طالبانو د بندیزونو او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.