اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورچي ریچارډ بېنټ وايي، چې د طالبانو له خوا طبي انسټیټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز «ډارولی» دی.
هغه نن (پنجشنبه، ۱۵ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې په روغتیایي، تعلیمي او کاري برخو کې دا بندیز د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه ده.
بېنت زیاتوي: «دا نه توجیه کیدونکی او نه توضیح کیدونکی اعلان که عملي شي، د افغانستان پر ټولو وګړو منفي اغیزې لري او باید په بیړه واخیستل شي.»
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په طبي انسټیټنو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د دې فرمان له خپرېدو دوه ورځې تېرېږي، خو تر اوسه پورې طالبانو په دې اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.
طالبانو په دې وروستي ګام سره، ښځې او نجونې په بشپړه توګه د زدهکړې او تعلیم له حقه محرومې کړې دي.
د طالبانو دې پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.