اطلاعات روز: د طالبانو اقتصاد وزارت غیر دولتي موسېسو ته په دې بنسټونو کې د ښځو د کار د منع فرمان سرغړونې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د سرغړونکې موسېسې فعالیت به وځنډول او جواز به یې لغوه شي.
دغه وزارت په یوه مکتوب کې چې یوه کاپي یې اطلاعات روز ترلاسه کړې، پکې راغلي: «یو ځل بیا ټولو محترمو غیر امارتي (دولتي) موسېسو ته لارښوونه کېږي، چې د دې وزارت د مکتوب نمبر (۴۲۹۳) متن چې د ښځو د کار د بندیز په اړه دی، جدي ونیسي او د هغه مطابق اړین اجراآت ترسره کړي.»
د طالبانو اقتصاد وزارت خبرداری ورکړی چې که موسېسات د ښځو د کار د بندیز په برخه کې همکاري ونه کړي، د سرغړوونکو موسېساتو ټول فعالیتونه به وځنډوي او جواز به یې لغوه شي.
دغه وزارت تېر کال په یوه فرمان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. اوس مهال، ډیری دا موسېسات اړمنو ته د مرستو په رسولو بوخت دي.
طالبان په داسې حال کې د دغه فرمان پر عملي کولو ټینګار کوي چې ناتایید شوي راپورونه وایي، چې د دغې ډلې مشر په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو د فعالیتونو د بندولو هڅه کوي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو مشران په دې اړه له يو بل سره اختلاف لري.
طالبانو پر افغانستان د ولکې ټینګولو وروسته په دولتي ادارو کې ښځې له کار او نجونې له ښوونځیو راوګرځولې.
په داسې حال کې چې نړیوال سازمانونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کوي، دې ډلې په وروستیو اونیو کې خپل محدودیتونه پراخ کړي دي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت په خپلې تازه پریکړه کې د نجونو پرمخ د طبي زده کړو دروازې هم وتړلې.
دغه راز په دې وروستیو ورځو کې د نجونو پرمخ کورسونه هم تړل شوي دي.