د نیمروز خلک په ولایتي روغتون کې د امکاناتو او خدماتو له نشتون شکایت کوي

د نیمروز اوسیدونکي دغلته په ولایتي روغتون کې د کافي خدماتو له نشتون شکایت کوي او وايي، چې هره ورځ سلګونه ناروغان د درملنې په موخه یاد روغتون ته مراجعه کوي، خو د روغتیايي کارکوونکو، تجهیزاتو او درملو کمښت له امله د ناروغانو درملنه پر وخت او سمه توګه نه ترسره کېږي.

خلک زیاتوي، چې په مرکز زرنج ښار کې ۵۰ بستریز دولتي روغتون د دوی اړتیاوې نه شی پوره کولای او د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې د روغتیايي خدماتو د ښه کولو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي، ترڅو په خپل ښار کې له معیاري درملنې څخه برخمن شي.

د زرنج ښار دولتي روغتون ته راغلی ناروغ شمس الدين وايي، چې په روغتون کې په کافي اندازه طبي تجهیزات او خدمات نشته او ډيری ناروغان درمل په خپلو شخصي پیسو رانیسي.

نوموړی زیاتوي، چې ياد روغتون کې د بسترونو د شمير کموالي له امله په ځينو بسترونو کې دوه-دوه ناروغان بستر شوي او ډير هغه ناروغان چې باید په روغتون کې بستر شي د امکاناتو د نشتوالي له امله بیرته کورونو ته لیږل کېږي.

هغه وویل: «نه درمل پیدا کېږي، نه يې ډاکټران شته يوځل سهار راشي بیا ځلي مازديګر راشي پر ناروغانو وګرځيږي نور ټوله ورځ هم نه پیدا کېږي، خلک ډير په ستونزو کې دي بسترونه ټول د ناروغانو ډک وي پر ځينو بسترونو دوه دوه ناروغان بستر شوي وي ډير ناروغان ماليدلي دي چې کورونو ته يې ليږلي دي ځکه د بسترونو ځای نه وي.»

د نیمروز ۵۰ بستریز روغتون ته د مراجعه ناروغانو شمیر زیات، خو امکانات یې کم دي/ استول شوي

د نیمروز دولتي روغتون ته يو شمير نور راغلي ناروغان هم په روغتون کې د شته امکاناتو له کمښت شکايت کوي او وايي، چې په دغه روغتون کې د ناروغيو د درملنې لپاره کافي امکانات نشته دي.

په دغه روغتون کې د يو بستر شوي ناروغ پايواز جمعه ګل په روغتون کې اساسي ستونزه د بسترونو کمښت بولي او د طالبانو له مسوولينو غوښتنه کوي، چې یاد ولايت کې د پیل شوي ۱۰۰ بستريز روغتون درغيدو چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

جمعه ګل وویل: «له دولت غوښتنه کوم چې د نیمروز سل بستریز روغتون په عاجله توګه جوړ کړي؛ ځکه چې په زرنج ښار کې اوسنی شته دولتي روغتون ډېرې ستونزې او نیمګړتیاوې لري، دغه روغتون د ښار په منځ کې دی او د موټرو د ګڼې ګوڼې له امله ناروغان په تکلیف وي.»

ناروغان وایي، چې د نیمروز په ولایتي روغتون کې د نورو ستونزو ترڅنګ د بسترونو شمیر هم کم دی/ استول شوی

ورته مهال په دغه دولتي روغتون کې يوه روغتيايي سرچينه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وایي چې په یاد روغتون کې د عامو خلکو ترڅنګ د زيات شمير نظامي کسانو درملنه هم کېږي چې له امله يې د عامو ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسيدنه نه کېږي.

سرچينه زیاتوي، چې په روغتون کې اوس هم داسې ناروغان بستر شوي چې نظامي کسان دي او باید درملنه يې په نظامي روغتيايي مرکزونو کې وشي.

سرچینې په خپلو خبرو کې وویل: «د زرنج ښار په دولتي روغتون کې د ملکي ناروغان ترڅنګ د نظامي ناروغانو درملنه هم ځينې وخت کېږي چې د دغې ستونزې له امله پر وخت ملکي ناروغانو ته رسيدنه نه کېږي زموږ سره اوس هم داسې ناروغان شته چې نظامي کسان دي.»

بلخوا نيمروز کې د طالبانو والي قاسم خالد وايي، چې اوس مهال په دې ولايت کې د یو سل بستریز روغتون چارې سل سلنه بشپړې شوي او په خبره يې چې هيله لري په نږدې راتلونکي کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. د معلوماتو له مخې د دغه روغتون چارې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د تېر جمهوري حکومت پرمهال شوې وې.

نوموړي وویل: «الحمدالله د روغتون کار سل په سلو کې بشپړ شو، هغه کار چې موږ له پلان سره سم قراردادي شرکت ته سپارلی و، بشپړ شو، خو بیا هم په تاسف سره باید ووایم چې د اوبو د زېرمې ستونزه لري او اوبه یې په ټولو بلاکونو کې روانې وي.»

نیمروز کې تازه جوړ شوی ۱۰۰ بستریز روغتون چې تراوسه یې فعالیت نه دی پیل کړی/ استول شوی

نيمروز کې د طالبانو والي همداراز وايي، چې د زرنج ښار د دولتي روغتون ترڅنګ یې د دې ولايت د ټولو روغتيايي مرکزونو شته ستونزې د عامي روغتيا وزارت سره شريکې کړي او وزیر ډاډ ورکړی چې په نيمروز کې به ټولو روغتیایي ستونزو ته رسيدنه کېږي.

هیواد کې په روغتيايي برخه کې شته ستونزې د نيمروز ترڅنګ په ټولو ولايتونو کې شته چې د هېواد دليري پرتو سيمو اوسيدونکي روغتيايي مرکزونو ته لاس رسۍ نه لري.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د هیواد په ټولو روغتونونو په ځانګړي توګه په لېرې پرتو سیمو روغتیایي خدمات کمزوري شوي او دامهال ډیری روغتیایي مرکزونه د نړیوال بنسټونو په مالي ملاتړ خدمات وړاندې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته