کونړ کې ۴۵۰ ځوانان له حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ شول

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد، وټه پور او غازي اباد ولسوالیو کې ۴۵۰ بې روزګاره ځوانان له حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ شول.

د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي مجیب الله عمر وايي، دغه ځوانانو د مبایل جوړونې، ترکاڼۍ او غالۍ اوبدلو په برخه کې شپږ میاشتنۍ زده کړې کړي دي.

مجیب الله عمر زیاتوي، چې د حرفوي او مسلکي زده کړو دا پروګرامونه د خوړو نړۍ وال سازمان په مالي ملاتړ پیل شوي وو، چې له فراغت وروسته ټولو ځوانانو ته اړوند کاري وسایل هم وېشل شوي دي.

نوموړی دغه راز وايي، چې دغو ځوانانو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو ترڅنګ هره میاشت د هغوی د کورنیو اقتصادي اړتیاوو د حل په موخه ۶۴۰۰ افغانۍ هم ورکول کېدلې.

له دغو حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ شوي ځوانان بیا له مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دا ډول پروګرامونه دې زیات او دوامداره کړي.

له دې برنامې فارغ شوی ځوان انصار الله په دې اړه وویل: «ما له دې وړاندې هېڅ کسب یاد نه درلود، اوس مې د مبایل جوړونې کسب زده کړ، له دې وروسته به په خیر بازار کې د مبایل جوړونې دوکان جوړ کړم او له دې لارې به د خپلې کورنۍ اقتصادي ملاتړ وکړم، زما غوښتنه دا ده چې داسې پروګرامونه دې نور هم دوامداره شي.»

د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د طالبانو د مسوولینو د معلوماتو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د نړۍ والو مرستندویه ادارو پرمټ شاوخوا ۲۵۰۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته