Photo: IRNA

طالبانو له افغانستانه د تښتېدلو مجرمینو د استرداد لپاره له ایران څخه همکاري غوښتې

اطلاعات روز: تهران ته د طالبانو د سترې محکمي تللي پلاوي له ایران څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه د ور تښتېدلو مجرمینو د بیرته ورستنولو په برخه کې دې همکاري وکړي.

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال او د پلاوي مشر عبدالمالک حقاني ویلي: «ځيني وختونه افغان مجرمین د جرم تر کولو وروسته ایران تهځی. له همدې کبله له ایرانه غواړو چې که د افغانستان د باصلاحیته بنسټونو له لوري غوښتنه وشي، د دې افرادو د استرداد په برخه کې دې بشپړه همکاري وکړي.»

ده دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ (۳۰ د مرغومي) د ایران د عدلیې له وزیر امین حسین رحیمي، د نړیوالو چارو له مرستیال عسکر جلالیان، د بهرنیو چارو د وزارت له استازو او د دې هیواد له نړیوالو پولیسو سره په لیدنه کې کړې دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د قضایي او حقوقي همکاریو پر پیاوړتیا، په ایران کې په اعدام د محکومو افغان بندیانو په تړاو پر بیا غور، د اعدام د بهیر پر بدیلو لارو او د ایران په ځینو ښارونو کې د کډوالو د بانکي حسابونو د تړل کېدو ستونزې ته د حل لارې پر موندلو خبرې کړې دي.

د طالبانو د سترې محکمې مرستیال له ایران څخه د افغان بندیانو د انتقال لپاره چمتووالی ښوولی او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې د زندانیانو د هویت تر تعیین وروسته دې دا بهیر په چټکۍ پیل کړي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ادارې مرستیال له ایراني چارواکو سره په ایران کې په اعدام د محکومو بندیانو د نوملړ پر شریکولو او د اینترپول پولیسو پر همکارۍ خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې په وینا، د ایران د عدلیې وزارت چارواکو له طالبانو سره د قضایي او حقوقي همکاریو د پیاوړتیا په تړاو ډاډ ورکړی دی.