فاشیزم د طالبي-مذهبي افراطیت په بڼه

شمشاد زلمی

د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸) تر پای ته رسېدو وروسته په ځینو اروپایي هیوادونو کې ګڼ کړکېچونه راپورته شول چې  شته حکومتونو ورته حل لار نه درلوده او په دې لړ کې فاشیزم لومړی په ایټالیا، وروسته په جرمني او ورسره په نورو هیوادونو کې د یوه داسې قوي خوځښت په توګه را پیل شو چې خلکو ورسره د خپلو ستونزو د حل هیلې تړلې وې، خو دې خوځښت هغوی د یوه لوی عظمت د ترلاسه کولو په توهم کې په نویو لانجو کې ښکېل کړل او بالاخره د همدې فاشیستي پراختیا غوښتنې له امله دویمه نړیواله جګړه ونښته چې د انساني تاریخ تر ټولو خونړۍ جګړه ده او شاوخوا له ۷۰ تر ۸۰ میلیون وګړي پکې ووژل شول.

فاشیزم چې د ټولنې د محافظه کارې او ښې اړخې طبقې استازیتوب کوي، په حقیقت کې راډیکال استبدادي نېشنلیزم/ملتپالنه ده چې بنسټ یې دیکتاتوري ده او غواړي خپل مخالفین په مطلقه توګه وځپي. نړۍ چې د ایټالوي موسولیني او نازي جرمني د اډولف هټلر په مشرۍ د فاشیزم کومې بڼې او له هغو راپېښې پایلې لیدلې دي، دې پایلې ته رسیدلې ده/وه چې فاشیزم خطرناک دی او باید مخنیوی یې وشي. له همدې امله تر اوسه هم په سیاسي ادبیاتو کې یو چاته د فاشیست نوم کارول د ښکنځلو معادل ګڼل کېږي او مقابل لوری یې د ځان سپکاوي بولي. مګر په نړۍ کې د پاپولیستي/هویتي سیاست د بڼې له پراختیا سره یو ځل بیا دا وېره احساسېږي چې ښایي نړۍ یو ځل بیا د فاشیستي تمایلاتو پر لور ولاړه شي. دا تمایلات یوازې په لوېدیځه نړۍ کې نه احساس کېږي، بلکي د اسلامي نړۍ په غورځنګونو او سیاستونو کې هم دې ته ورته تمایلات ښکاري. په ځانګړې توګه که د طالبانو په څېر د جهادي-اسلامي ډلو ماهیت ته وکتل شي چې پر ډیموکراټیکو ارزښتونو باور نه لري، نو داسې ښکاري چې دوی د خپل ماهیت له مخې له فاشیستي غورځنګونو سره ګڼ ورته والي لري.

د فاشیستي غورځنګونو یوه ځانګړنه دا وه چې خپل رهبران یې تر عادي انسانانو لوړ ښودل، هغوی ورته ډېر لوی او د ملتونو یوازیني ژغورونکي ښکارېدل. له همدې وجې په فاشیستي تبلیغاتو کې هټلر د یوه نابغه رهبر په توګه انځورېده چې هیڅ ځان غوښتنه نه لري او لید به یې جرمني ژغوري او د ده رهبري به جرمنی د عظمت یوه بې مخینې دور ته بیایي. همداسې د موسولیني شخصیت هم د یوه غیر عادي انسان په توګه د ایټالیا له رومي تمدن سره غوټه کېده. د رهبرانو دا لمانځنه د فاشیزم یو مهم عنصر دی او که د طالبانو غورځنګ ته له همدې زاویې وکتل شي، نو د دوی ترمنځ هم رهبر د فاشیستانو په توګه لمانځل کېږي. جرمنۍ فیلسوفه هینا اریندیت پر استبداد په بحث کولو سره وایي چې په استبدادي رژیمونو کې د رهبرانو په اړه دا توهم خپرېږي چې هغوی غلط نه شي کېدلای او له همدې امله یې باید پرېکړې له پوښتنې پرته تایید کړل شي. د دې په وینا، د فاشیزم په ګډون استبدادي رژیمونه ټولنیز جوړښتونه لکه کورنۍ، ټولنه او ادارې تخریبوي او افراد په یوه خلا کې پرېږدي او بیا همدا خلا په شخصیت لمانځنې (Cult of Personality) سره ډکوي. په افغاني ټولنه کې د طالبانو د دوام له ګڼو نورو لامونو څخه یو لامل دادی چې هغوی خپل افراد له ټولنې بهر په یوه بېله نړۍ (مدرسه) کې روزي، چیرته چې هغوی له ټولنې، کورنۍ او د ټولنې له نورو ادارو سره په اړیکه کې نه وي او هلته د هغوی ترمنځ د تړاو یو عنصر د امیر المومنین په بڼه د یو کس لمانځنه ده.

هنا ارډنت وایي، چې د مدني ازادیو او خپلواک تفکر ځپنه په استبدادي رژیمونو کې ځکه لازمي کار دی چې غواړي ولس داسې جوړ کړي چې له کوم فکر پرته خبره ومني او «اطاعت» وکړي. له همدې کبله کله چې هټلر په جرمني کې واک ته ورسېد، نو له نازي ګوند پرته یې په جرمني کې پر ټولو ګوندونو بندیز ولګاوه لکه څرنګه چې اوس په افغانستان کې له طالبانو پرته بل هیڅوک هم د سیاسي فعالیت کولو اجازه نه لري. استبدادي رژیمونه نه یوازې دا چې سیاسي مخالفت ختموي، بلکې رسنۍ هم کنټرولوي او غواړي خلکو ته د معلوماتو د لېږد بهیر یې تر خپل واک لاندې وي. دوی د دې کنټرول د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي او غواړي د ترهې په خپرولو سره له خلکو د مخالفت کولو جرأت واخلي. پر همدې اساس زده کړییزې ادارې هم داسې جوړوي چې یوازې د رژیم ستاینې وکړي، د رژیم واکمنه ایډیولوژي وستایي او په دې ادارو کې پر هر ډول خپلواک تفکر په بندیز لګولو سره هغوی اړ کوي چې واکمن استبداد د خلکو په اذهانو کې توجیه کړي.

اډولف هټلر به تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د جرمني د مالي کړکېچونو او ټولنیز انحطاط پړه پر یهودانو، کمونسټانو او نورو اقلیتونو ور اچوله. دا د استبداد یوه دایمي ځانګړنه ده چې نه غواړي د ټولنې او هیواد د ستونزو مسوولیت ومني، بلکې د خپلې ناکامۍ، ناکام ماهیت او رامنځته کړو ستونزو پړه پر نورو اچوي او په دې لړ کې له نورو د قربانۍ د پسه په توګه کار اخلي. همدا اوس چې وطن د طالبانو د استبداد او پراخو بندیزونو له امله د فقر او محرومیت له کومه درده کړېږي، دوی هیڅکله هم تیار نه دي چې نه هم اوس او نه هم په تېرو شلو کلونو کې خپلې تېروتنې او مسوولیتونه ومني، بلکې کله پر نړیوالو او کله هم پر تېرو حکومتونو د ستونزو پړه ور اچوي او په دې لړ کې ځان د عاطفي شعارونو تر شا پټوي.

فاشیستي/استبدادي رژیمونه؛ ټولنه د نسل، قوم او د هویت د نورو بڼو له مخې سره وېشي او د برابرۍ تصور ختموي. همدا اوس طالبان په ډاګه وایي چې د دوی «اسلامي نظام» د علماوو نظام دی او هغوی پوهېږي چې دا څرنګه وچلوي. پر همدې اساس نور د واک له حلقې باسي او دا د ځان یو انحصاري حق بولي. د «علماوو» او «امیانو» د توپیر په رامنځته کولو سره په ټولنه کې عملا یو درز ایجادوي، دوی په همدې سره جوتوي چې د ټولنې د وګړو ترمنځ برابرۍ او مساوات ته ژمن نه دي او یوه طبقه تر بلې غوره ګڼي. له همدې کبله موږ وینو چې د طالبانو حکومت په مطلقه توګه طالبي دی، یوازې هغه څوک پکې ځاییدلای شي چې د دې ډلې د ایډیولوژیک هویت برخه وي، له دې پرته دوی ته نور د دې وړ نه ښکاري چې د واک برخه دې شي.

له دې سره-سره فاشیزم او جهادي-دیني غورځنګونه په نورو برخو کې هم ورته والي لري. دوی دواړه د واک د ترلاسه کولو او ساتنې په برخه کې پر پوځي زور اتکا کوي، د واک تر ترلاسه کولو وروسته هم ټولنه په جګړییز حالت کې ساتي او خپله بقا د جګړییز حالت په دوام کې ویني. همدا وجه ده چې طالبانو تر خپلې واکمنۍ لاندې ګڼو وسله والو جهادي ډلو ته ځای ورکړی دی او د جهادي مدرسو د ښوونو او روزنو له لارې جګړییز ذهنیت ژوندی ساتي. همدا راز، دا استبدادي ډلې په یوه بل وصف کې هم سره مشترکې دي چې ټولې د یوه توهمي عظمت پر محور سره راټولېږي. که له یوې خوا ایټالوي فاشیزم د روم د تمدن بیا احیا د ځان هدف ګاڼه، یا هم نازي جرمني ته د ارین نسل نړیواله واکمني خپله موخه ښکارېده، بل لور ته طالبان او جهادي ډلې هم د عالمي جهاد د تفکر له مخې د یوه نړیوال خلافت بیا احیا کول خپل ارمان بولي. د دې تفکر یو اړخ دادی چې باید جنګي ذهنیت ژوندی وساتي او دوی خپل پایښت هم په همدې کې ویني، چیرته چې له دوی سره د خلکو د غولونې اوزار نه وي، هلته د دوی بقا هم ستونزمنه ده ځکه چې استبداد تل په توهماتو ساتل کېږي او له حقیقته د ډار له کبله مستبدین اړ دي چې تر جعلي نقابونو او هویتونو لاندې پټ شي.