اطلاعات روز: په فراه کې ځایي سرچینې وایي، چې د ایران حکومت د دې ولایت یو اوسیدونکی اعدام کړی دی.
فراه کې یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د دغه افغان ځوان د اعدام حکم د سې شنبې په ورځ (۲ د سلواغې) د ایران بندر عباس په زندان کې پلي شوی دی.
سرچینه وایي، دغه افغان سردار محمد نومېده، چې د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.
د سرچینو د معلوماتو له مخې سردار محمد شاوخوا یو نیم کال وړاندې د بندر عباس په ښار کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و، او دوه ورځې وړاندې یې د اعدام حکم عملي شوی دی.
سرچینې افغانستان ته د نوموړي د جسد د را انتقال په اړه جزیات نه دي ورکړي.
په دې وروستیو کې ایران کې د افغانانو اعدامول زیات شوي دي. که څه هم د بشري حقونو نړیوال سازمان په دې هیواد کې د اعدام پر سزا نیوکې کوي، خو ایران د دغو نیوکو سربېره د بندیانو اعدام ته دوام ورکړی دی.