له جګړې پاتې ناچاوده توکي؛ کندهار کي د سرګلولې چاودنې دوه ماشومان وژلي

اطلاعات روز: د کندهار ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو مسوولين وايي چې د ياد ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوې پخوانۍ سرګلولې په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

په دې ولايت کې د طالبانو د پوليسو وياند اسدالله جمشيد وايي چې ياده پيښه نن سهار (دوشنبه، ۸ د سلواغې) د دې ولسوالۍ په «حوت غره» سيمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، يادو ماشومانو په موندل شوي سرګلولي لوبې کولي او پرې چاودلې ده.

په ورته وخت کې يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي دي چې د وژل شوو ماشومانو عمرونه د ۱۱ او ۱۵ کلونو په شاوخوا کې دي.

دا په داسي حال کې چې تيره ورځ د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کي د یوې پخوانۍ راکټ مرمۍ د چادوني په پېښه کي هم یو ماشوم وژل شوی و او د یوې نجلۍ په ګډون پنځه ماشومان نور ژوبل شول.

د افغانستان یو شمېر سیمې لا هم د څو لسیزو جګړو د پاتې شویو ناچاوده توکو له امله ککړې دي. په دې لړ کې طالبانو هم د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال ګڼ ماینونه کرلي دي.

ملګري ملتونه وایي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د دې هیواد د وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ګواښي.

د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیون وګړي له جګړې د پاتې ناچاوده توکو له خطر سره مخ دي.