اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې هیواد کې پر راډیوګانو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي دي.
د دې مرکز په وینا، په تیر کال کې لږ تر لږه اووه راډیوګانې د طالبانو په مستقیم امر یا د دې ډلې لخوا د لګول شویو محدودیتونو له امله تړل شوي دي.
د افغان خبریالانو مرکز ویلي، چې د راډیوګانو یو شمېر کارکوونکي لاهم د طالبانو سره په زندانونو کې دي.
نن (پنجشنبه، ۲۵ د سلواغې) چې د فبروري له ۱۳مې سره برابریږي د راډیو نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې.
په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي سازمان (یونیسکو) په خپله ۳۶مه عمومي غونډه کې دا ورځ د راډیو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.
د افغان خبریالانو مرکز ویلي، چې سره له دې چې په انټرنیټ او مجازي فضا کې معلوماتو ته د خلکو لاسرسی زیات شوی، خو راډیو لاهم په افغانستان کې یوه مشهوره رسنۍ شمیرل کېږي.
دا په داسې حال ده، چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو وروسته د رسنیو آزادي سخته محدوده شوې ده.
د افغان خبریالانو مرکز ویلي، چې د طالبانو محدودیتونو په ځانګړي ډول د راډیوګانو کار اغیزمن کړی دی.
د افغان خبریالانو مرکز د موندنو له مخې، تیر کال لږ تر لږه اوو د راډیوګانو دفترونه تړل شوي او د دې راډیوګانو څخه دریو ته لا تر اوسه د بیا فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.
همداراز لږ تر لږه شپږ د رسنیو کارکوونکي، چې درې یې د دوو آزادو راډیوګانو کارکوونکي دي، بندیان دي.
د خبریالانو مرکز زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې پر خصوصي راډیوګانو فشارونه له دې کبله هم زیات شوي، چې د ښځو او نارینهوو د کاري چاپېریال جلا کول او یا د ښځو او نارینهوو ترمنځ د مرکو بندول او یا هم برعکس له دې پورته شوي دي.
د دې مرکز په وینا، په ځینو ولایتونو کې حتی د طالبانو چارواکو راډیوګانو ته امر کړی چې په هیڅ حالت کې د ښځو غږونه خپاره نه کړي، او آن نجونې او ښځې د راډیو پروګرامونو ته د ټیلیفون کولو څخه منع کړې دي.
له دې سربېره او د خبریالانو د مرکز په وینا، طالبان د راډیوګانو لپاره د جوازونو نوي کولو په برخه کې ستونزې جوړوي، په ځانګړې توګه هغه راډیوګانې چې د امتیاز خاوند یا مسوول مدیر یې ښځه وي، تر مستقیم او غیر مستقیم فشار لاندې دي، ترڅو د جوازونه نوي کولو پر وخت د دوی ځای نارینه ونیسي.
د خبریالانو مرکز همدارنګه اشاره کړې، پداسې حال کې چې سوداګریز اعلانونه د راډیو د عاید اصلي سرچینه بلل کېږي په بېساري توګه کم شوي، خو په راډیوګانو مالیات زیات شوي دي.
د افغان خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د ازادو رسنیو، په ځانګړې توګه د راډیوګانو اهمیت ته په پام سره، په صادر شویو غیرقانوني لارښوونو بیا غور وکړي او د رسنیو بندي شوي کارکوونکي خوشې کړي او راډیوګانو ته د بیا پرانستلو اجازه ورکړي.