هلمند کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ځایي سرچیني وايي چې په دې ولسوالۍ کې د دوو بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، لومړۍ پېښه نن (دوشنبه، ۲۹ د سلواغې) د دې ولسوالۍ «سپین مسجد» اړوند سیمه کې د یو موټر د تیز رفتار له امله رامنځته شوې ده.

د پیښي د عیني شاهدانو په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د سیمي روغتون ته انتقال شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

همدا راز دویمه پېښه هم نن د ګرشک ولسوالۍ په «لوی مانده» سیمه کې د یوه «۵۸۰» ډوله موټر او موټرسایکل تر منځ شوې چې له کبله یې موټرسایکل چلوونکی مړ شوی او یوه ښځه ژوبله شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي د ترافیکي پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري او وایي که موټرچلوونکي احتیاط ونه کړي او ترافیکي قوانین رعایت نه کړي، دا ډول پېښې به نورې هم زیاتې شي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې احتیاطي او چټک سرعت د ترافیکي پېښو عمده لاملونه ګڼل کېږي چې هر کال لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته