له جګړې پاتې ناچاوده توکي؛ په فراه ولايت کې ماین چاودنې دوه تنه وژلي

اطلاعات روز: د فراه ولايت د سرې میاشتي له رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ياد ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې د پخواني پاتې شوي ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او یو بل کس سخت ټپي شوی دی.

د دې ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ياده پيښه نن (سې‌شنبه، ۷ د کب) د سهار شاوخوا یوولس نیمې بجې د ګلستان ولسوالۍ په «دهک» کلي کي د بهرنیو ځواکونو په یوه اډه کي شوې ده.

له سیمې سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې د ماين چاودنه د يوې پخوانۍ ناچاوده سرګلولي له امله رامنځته شوې او شاوخوا یې د ملکي خلکو درې کورونه هم بشپړ ډول ويجاړ کړي دي.

د افغانستان یو شمېر سیمې لا هم د څو لسیزو جګړو د پاتې شویو ناچاوده توکو له امله ککړې دي. په دې لړ کې طالبانو هم د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال ګڼ ماینونه کرلي دي.

ملګري ملتونه وایي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د دې هیواد د وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ګواښي.

د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیون وګړي له جګړې د پاتې ناچاوده توکو له خطر سره مخ دي.