نورستان کې د نږدې ۶۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې وپلورل شوې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د ۶۴ مېلیونه، ۷۶۸ زره او ۶۵۰ افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.

نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر وایي، دغه ګران بیه ډبرې نن (یکشنبه، ۲۶ د کب) د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې پلورل شوې دي.

سید رحیم عمیر وایي، په دې داوطلبۍ کې بیروج، کنزېټ او مارګانېټ ګران بیه ډبرې پلورل شوي.

نوموړي که څه هم د دغو ډبرو د وزن په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې له درکه یې شپږ  مېلیونه، ۴۶۷ زره او ۸۶۶ افغانۍ عواید د طالبانو د دولت خزانې ته را ټولې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په نورستان کې د لسګونه مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي.