هلمند کې «ناڅرګندو وسله والو» يو ډاکټر په ډزو وژلی او پیسې یې ترې وړي دي

اطلاعات روز: هلمند کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې «نامعلومو وسله والو» د یو دولتي روغتون ډاکټر په ډزو وژلی او له هغه څخه یې د دې روغتون د نور پرسونل تنخواوې وړي دي.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې پیښه تيره شپه (دوشنبه، ۲۷ د کب) د موسی کلا ولسوالۍ اړوند «کڅ» نومي روغتون کې رامنځته شوې.

سرچينه زیاتوي، چې د حمدالله ستانکزي په نوم دغه ډاکټر د لښکرګاه ښار څخه د ياد روغتون د پرسونل تنخواوې وړې وې، ترڅو سبا لار یې ټولو ته وویشي، خو دشپې مهال پرې «نامعلومو وسله والو» برید کړی او د دې د وژلو ترڅنګ یې ټولې پیسې وړي دي.

یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې دغه ډاکټر  شاوخوا ۶۶ کاله عمر درلود او د تېرو لسو کلونو راهیسې یې هلمند کې په روغتیایي برخه کې کار کاوه، چې د دې پیښې پرمهال په روغتون کې یوازې و.

د سرچینې په وینا، چې حمدالله ستانکزی د عمومي داخله ناروغیو معالج و او په ډیرې بې رحمۍ وژل شوی دی.

د دې پیښې د څرنګوالي او د وسله والو له لوري د وړل شویو پیسو د اندازې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.