بست راډیو

طالبان په کندهار کې راډیوګانو ته: د ښځو د غږ خپرول مطلق منع دي او هبت الله ته به امیرالمؤمنین وایاست

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښځو د غږ خپرول په مطلق ډول بند کړي او محلي راډیوګانې یې مکلفې کړې دي چې تر دې وروسته به هبت الله د «عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله» په نوم سره یادوي.

د خبریالانو د مرکز په وینا، دا بندیزونه پرون (دوشنبه، ۲۷ د کب) اعلان شوي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په اعلامیه کې ویل شوي چې راډیوګانې باید تر دې وروسته په خپلو راپورونو او خپرونو کې د طالبانو مشر په «عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله» او د دې ډلې حکومت په «اسلامي امارت» نومونو سره یاد کړي.

همدا راز په راډیوګانو کې د ښځو پر غږ مطلق بندیز لګېدلی او په تفریحي خپرونو کې د ښځو د پیغامونو خپرول هم منع شوي دي.

همدا راز د عامې روغتیا د ریاست له رسمي جواز پرته د درملو، سینګار کریمونو او پوډرونو او د کلینیکونو او روغتونونو اعلان خپرول هم منع شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د راډیو کارمندان چې د راپورونو او خپرونو د ثبت لپاره کندهار ښار او ولسوالیو ته ځي، باید جواز ولري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلامیه تازه ده او تر اوسه له رسنیو څخه دا غوښتنه نه وه شوې چې هبت الله ته «امیرالمؤمنین» ووایي.

همدا راز د خبریالانو د مرکز په وینا، په کندهار کې د ښځو پر غږ مطلق بندیز هم تازه دی.

د خبریالانو مرکز ویلي چې اوسمهال په کندهار کې محلي ټلویزوني شبکه نشته، خو ۱۲ راډیوګانې فعالیت کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کندهار پر رسنیو تازه محدودیتونه غندلي او دا یې د ازادو رسنیو د ځپنې د سیاست لا تشدید ګڼلی دی.

دې مرکز ویلي چې د محدودیتونو او سانسور بې مخینې تشدید د هغو محلي رسنیو بقا له جدي خطر سره مخ کړې دې چې له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د خلګو پر روح او روان د بیان د ازادۍ او رسنیو د ځپنې پایلې جدي وګڼي او د بیان ازادۍ ته د یوه بنسټیز بشري حق په توګه درناوی وکړي.