د طالبانو د مشر اختریز پیغام: له اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو سره د ښو او حسنه اړیکو غوښتونکي یو

اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه پیغام کې چې د کوچني اختر په مناسبت یې خپور کړی، ویلي چې دا ډله غواړي له اسلامي نړۍ سره پر «اسلامي ورورولۍ» ولاړې ټینګې او حسنه اړیکې ولري او له نورو هېوادونو سره  هم پر اصولو ولاړې «ښې او ګټورې» اړیکې غواړي.

د کوچني د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر پیغام نن (پنجشنبه، ۷ د وري) پر «الاماره» ویبپاڼه خپور شوی دی.

هغه ویلي: «له ټولو غواړو چې د افغانستان د خلکو عقایدو او ارزښتونو ته درناوی وکړي، زموږ په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي او زموږ د ثبات، امنیت او پرمختګ خنډ نه شي.»

د طالبانو مشر په دې پیغام کې د دې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کړنو ملاتړ هم کړی، هغه وزارت چې له بشري حقونو د سرغړونې پراخ تورونه پرې لګېدلي. ده ویلي چې دا وزارت د «هر ډول فساد د مخنیوي» لپاره هڅه کوي.

هبت‌الله اخندزاده ادعا کړې چې د امر بالمعروف محتسبان د «خلکو په اصلاح» بوخت دي او د دوی د هڅو له امله «د منکراتو کچه» راټیټه شوې ده.

هغه له طالبانو او خلکو غوښتنه کړې چې د «فساد د محوې» لپاره د امر بالمعروف له محتسبانو سره همکاري وکړي.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت او د دې وزارت کارکوونکي د بشري حقونو د سرغړونې له سختو تورونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو په تړاو. د دې وزارت پر کارکوونکو د خلکو د خپلسري نیولو او د ښځو او نجونو د ځورونې تورونه هم لګېدلي.

د طالبانو مشر د دې ډلې د ځواکونو او د افغانستان د خلکو ترمنځ د یووالي غوښتنه هم کړې ده.

ده ویلي: «افغانانو ډېر کلونه په مخالفتونو او جګړو کې تېر کړي، خو اوس الحمدلله، الله تعالی موږ ته د وحدت او اتفاق ښه فرصت راکړی. راځئ، له دې فرصته ښه ګټه واخلو، خپل اتحاد، چې زموږ د بریا او عزت راز دی، لا ټینګ او یقیني کړو.»

هبت‌الله اخندزاده د افغانستان د تېرو شلو کلونو جګړې ته په اشارې ادعا کړې چې اوس په هېواد کې امنیت تامین شوی دی.

ده ویلي: «وروڼو! دا د الله تعالی لوی نعمت بولو چې نن دا ورځ په امن او خوشحالۍ کې لمانځو. یو وخت به په همدې ورځ د افغانانو جنازې ایستل کېدې. په همدې ورځ به بمبارونه کېدل، زموږ کورونه به تلاشۍ کېدل او موږ به زندانونو ته اچول کېدو. خو اوس لله الحمد دا ورځ د امن او هوساینې ورځ ګرځېدلې. راځئ، د دې شکر ادا کړو او د ترلاسه شوي امنیت، سوکالۍ او خوشحالۍ ساتنه وکړو.»

د طالبانو مشر ویلي، چې دا ډله د اقتصادي پروژو په پلي کولو سره د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره هڅې کوي.

هغه له دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د طالبانو قوانین او فرمانونه، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د ځینو رسوماتو د مخنیوي فرمان خلکو ته تشریح کړي او د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي.

د طالبانو مشر په داسې حال کې له نړۍ سره د «ښو او ګټورو» اړیکو غوښتنه کړې چې تر اوسه یې د نړیوالو هغه شرطونه نه دي منلي، چې د اړیکو د عادي کېدو لپاره یې وړاندې کړي، لکه د ښځو پر ضد د محدودیتونو لېرې کول او یو ټول‌ګډونه حکومت جوړول.

طالبانو د ښځو او نجونو پر حقوقو پراخ محدودیتونه لګولي او د دوی حکومت په بشپړه توګه له نارینه وو جوړ دی او د یوې مذهبي حکومتولۍ په چوکاټ کې تر ډېره حده د یوه قوم او یوې ژبې خلک دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه