د طالبانو مشر د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس د نارنج ګل مشاعرې د نه کنټرول له امله له دندې ګوښه کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې باوري سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په دغه ولایت کې د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري ساجد د نارنج ګل مشاعرې د نه کنټرول له کبله له دندې ګوښه کړی دی.

سرچینې د قاري ساجد د ګوښه کېدو اصلي لامل په نارنج ګل مشاعره کې د مطيع الله تراب هغه شعر یادوي، چې څو ورځې وړاندې یې د طالبانو مشر ته د شعر په ژبه د را څرګندېدو او کابل ته د راتګ وړاندیز کړی و.

تراب په دغه شعر کې له ملا هبت الله غوښتي و، چې لویه جرګه جوړه کړي او د حکومت کولو لپاره له ولس څخه پوښتنې وکړي.

نوموړي نارنج ګل مشاعره کې د خپل شعر په منځ کې دا بیتونه زمزمه کړل: «د خپل سر خیر غواړمه بیا وایم چې دلته راشه
د وخت امیرالمومنین صاحب کابل ته راشه

لویه جرګه راوغواړئ یو پلټنه وکړئ
که حکومت کوئ له خلکو نه پوښتنه وکړئ»

د سرچینې د معلوماتو له مخې ملا هبت الله له همدې شعر وروسته په سملاسي ډول د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د رییس قاري ساجد د ګوښه کېدو پرېکړه کړې او پر ځای یې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې مخکینی ریيس ملا ذبيح الله نوراني د نوي رییس په توګه ګمارلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دې وړاندې هم د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې خپل ګڼ شمېر چارواکي د خپل مشر د فرمان د نه عملي کېدو او سرغړونې له امله له دندې ګوښه کړي دي.