اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولايت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د بغرا کانال ته د یو موټر د لوېدو له کبله شپږ کسانو ژوند بایللی دی.
په دې ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالباري راشد وايي، چي دا پېښه پرون ماښام (جمعه، ۲۹ د وري) ناوخته د ګرمسير ولسوالۍ اړوند «کوشته سیمه» کې رامنځته شوې.
د ده په وینا، چې یاده سیمه کې یو فلډر موټر د چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله بغرا کانال ته لوېدلی او پر مهال یې څلور ښځې، یو ماشوم او یو نارینه مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې هم د یادې ولسوالۍ په ډراب هشت سیمه کې بغرا کانال ته د یو موټر لوېدلو په پېښه کي درې کسان مړه شوي وو.