په بندر عباس کې چاودنه؛ د وژل شویو شمېر ۲۵ ته رسېدلی او تر ۸۰۰ زیات ژوبل دي

اطلاعات روز: ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هیواد د هرمزګان ولایت د بندر عباس ولسوالۍ په «شهید رجایي» بندر کې د چاودنې له امله د وژل شویو شمېر ۲۵ ته رسېدلی او تر ۸۰۰ زیات کسان ژوبل دي.

د مهر رسنۍ له راپور سره سم، د هرمزګان د عدلیې رییس نن (یکشنبه، ۷ د غویي) ویلي، چې تر اوسه د ۱۰ تنو جسدونه پېژندل شوي چې دوې یې ښځې او اته نارینه دي.

د ایران د هرمزګان ولایت د کړکېچ مدیریت هم ویلي، چې له ټولو ۸۰۰ ژوبلو کسانو څخه د دوه پر درې برخه وګړو درملنه شوې او له روغتونه رخصت شوي او د پاتې لا هم درملنه کېږي.

د ایران په شهید رجایي بندر کې پرون چاونه وشوه او له کبله یې په دې بندر کې اور ولګېد.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني دې بندر ته تللی او ویلي یې دي چې د اور وژنې کار ۸۰ سلنه مخته تللی او ښایي تر یو څو نورو ساعتونو پورې اور مړ کړل شي.

په دې بندر کې د چاودنې لامل څرګند نه دی.

پرون ایراني رسنیو راپور ورکړی و، چې په دې بندر کې د تېلو یوه ذخیره د نامعلوم علت له کبله چاودلې.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان امر کړی چې د چاودنې د علت معلومولو پلټنه دې وشي.

ایراني دولت تر دې چاودنې وروسته په هرمزګان ولایت کې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.