اطلاعات روز: د ایران د بحران مدیریت د ادارې ویاند حسین ظفري اعلان کړی، چې د دې هېواد په رجايي بندر کې د چاودنې له کبله د قربانیانو شمېر ۴۶ تنو ته رسېدلی دی.
د ایران د صدا او سیما خبري آژانس د راپور له مخې، ښاغلي ظفري نن (دوشنبه، ۸ د غویي) ویلي، چې له ټپیانو له ډلې یو زرو او ۷۲ تنه له روغتونونو رخصت شوي او ۱۳۸ تنه لا هم بستر دي.
هغه زیاته کړې چې په بندر کې لګیدلی اور لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دی کابو شوی او تیزو بادونو د اور مړ کول نور هم ستونزمن کړي دي.
د یکشنبې په ماسپښین د ایران د هرمزګان ولایت د بندر عباس ولسوالۍ په رجایي بندر کې چاودنه وشوه، چې وروسته په بندر کې اور ولګېد.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه چاودنه د بندر د تیلو په یوې ذخیره کې رامنځته شوې او دقیق لامل یې لا تر اوسه روښانه نه دی.