اطلاعات روز: نن د می درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې یو شمېر افغان خبریالانو د طالبانو د تېرې څه د پاسه درې کلنې واکمنۍ پر مهال خپلې دندې له لاسه ورکړي او د وزګارتیا له امله له نامعلوم برخلیک او مالي ستونزو سره مخ شوي دي.
ښځینه خبریاله هیله افغان چې نږدې نهه کاله یې په ننګرهار کې له یوې سیمه ییزې راډیو سره کار کړی، وایي چې د نارینه وو، په ګډون ښځینه خبریالانې هم د وروستیو کلونو پر مهال وزګارې شوي او په کور ناستې ته اړ شوې دي.
د هغې په خبره له سختو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ ده او هڅه کوي چې له دې ستونزو خلاصه شي.
افغان زیاتوي: «خبریالان په دې وروستیو کې څو کلونو کې له سخت بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي ځکه زیاتره خبریالانو دندې له لاسه ورکړي او اوس له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي، زمونږ غوښتنه دا ده چې باید د خبریالانو ملاتړ وشي او دوی ته دندې ورکړل شي ځکه حالت ورځ تربلې خرابیږي.»
د ننګرهار د ملي راډیو تلوېزیون یو خبریال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي، یو کال کېږي چې له دندې ګوښه شوی او له کومې ورځې چې بې روزګاره شوی، په رواني ناورغۍ اخته دی او آن داسې انګېري چې ناروغۍ ترې د کار کولو توان هم اخیستی دی.
نوموړی چې د ملګرو په مالي مرسته یې یو څه درملنه شوې، وايي د درملنې لپاره باید پاکستان ته لاړ شي خو اوسمهال یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دی.
هغه وویل: «له کومې ورځې چې بې روزګاره شوی یم، نو یو ډول راوني ناروغۍ راته پیدا شوې هیڅ مې ذهن کار نه کوي، د شپې لخوا په خوب کې پاڅېږم، په خوب کې راپور لولم او نور چې له امله یې راسره کورنۍ هم نا ارامه ده؛ درملنې ته اړتیا لرم خو اوس اقتصادي ستونزې زیاتې دي د ډوډۍ پېسې هم نشم پیدا کولای ملګري راسره کله کله مالي مرسته کوي، خو دا یمي نه وي.»
په لغمان کې یو سیمه ییز خبریال عبدالله بابکرخېل چې شپږ میاشتې وړاندې یې، خپله دنده له لاسه ورکړې، وايي د دندې له لاسه ورکولو وروسته له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی او لا تراوسه د دندې په موندل نه دی بریالی شوی.
د نوموړي په خبره زیاتره خبريالان چې چاپي، راډيوګانو او انځوريزو رسنيو سره یې کار کاوه، وزګاره شوي او يا هم پرته له کوم امتياز څخه رسنیزې چارې مخ ته وړي.
د هغه په خبره د یو کال پر مهال ګڼو رسنیو ته د کار کولو لپاره غوښتنلیکونه هم لېږلي، خو په وینا یې، تر اوسه ورته له یوې رسنۍ څخه هم د کارکولو په موخه ځواب نهدی راغلی.
بابکرخېل زیاتوي: «شپږ میاشتې کېږي چې په کابل کې مې له یوې انځورېزې رسنۍ سره دنده درلوده، خو اوس بې روزګاره شوی یم او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم، زما په ګډون ټول خبریالان له همدې برخلیک سره مخ دي هر ځای ته چې د دندې وړاندیز کوو ځواب یې منفي وي.»
د نوموړي په وینا، د وزګارتیا له امله پر ژور خپګان، اضطراب او مغزي سکتې سره مخ شوی او اوس له خپلوانو هم د مرستې غوښتنې لپاره شرمېږي.
مونږ هڅه وکړه په دې اړه د ننګرهار او لغمان ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې زمونږ اړېکه ځواب نه کړه.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره پر رسنیو بې مخینې بندیزونه ولګول شول، چې رسنۍ یې د کاري ځواک سربېره، له سختو مالي ننګونو سره هم مخ کړې دي.
دغه راز یوناما ویلي، چې د بد اقتصادي وضعیت له امله افغانستان کې رسنۍ د مالي ستونزو سره مخ او دغه وضعیت ګڼ شمیر رسنۍ تړل کېدو ته اړ کړې دي.