Photo: @QushTepaCanal

د قوش تپې کانال؛ قزاقستان د ارال سمندرګي د اوبو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی

اطلاعات روز: د قزاقستان د اوبو د سرچینو او اوبو لګونې مرستیال وزیر اصلان عبدالریموف خبرداری ورکړی چې د افغانستان په شمال کې د قوش تپې کانال جوړولای کولای شي د سیند د اوبو بهیر په پام وړ توګه کم کړي او دا چاره پر ارال سمندرګي مستقیم اغېز لري. ارال چې یو وخت د مرکزي اسیا تر ټولو لوی سمندرګی و، اوس د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

د «مرکزي اسیا ټایمز» رسنۍ د راپور له مخې، د قوش تپې کانال جوړېدل او د مرکزي اسیا د امنیت پر اوبو یې احتمالي اغېز په استانه کې د نړیوال کانفرانس اصلي موضوعات وو.

دا کانفرانس چې د «د اوبو امنیت او له سرحدي اوبو استفاده: ننګونې او حل لارې» تر عنوان لاندې جوړ شوی و او په دې کې د ترکیې، اسراییلو، تاجیکستان، قرقیزستان، افغانستان او ترکمنستان استازي د کانال د احتمالي اغېزو او د سیمې د اوبو د وېش مسایلو په تړاو راغونډ شوي وو.

د قزاقستان د اوبو د سرچینو او اوبو لګونې مرستیال وزیر ویلي، په داسې حال کې چې دا هیواد له افغانستان سره ګډه پوله نه لري، مګر تمه داده چې د قوش تپې کانال اغېز به ټولې سیمې ته پراخ شي.

عبدالرحیموف ویلي: «په لنډه موده د اوبو په سرچینو کې کمښت نه راځي، مګر په اوږدمهال کې د اوبو په بهیر کې د کمښت راتګ حتمي دی.» ده ټینګار کړی چې دا چاره په ارال سمندرګي کې د اوبو پر انډول فشار نور هم زیاتوي.

له لسیزو راهیسې ارال سمندرګی ورو-ورو ویجاړېږي. د مرکزي اسیا د ټایمز په وینا، د کرهڼې لپاره د امو سیند انحراف د ارال سمندرګي په کوچني کېدو کې پام وړ ونډه درلودلې.

د قزاقستان د بیتاک ګوند رییس عظمت خان امیرتایف اندیښنه ښوولې چې قوش تپې کانال کولای شي له امو سیند څخه له ۲۵ تر ۳۰ سلنې اوبو منحرفې کړي.

د ده په وینا، د دې مطلب دادی چې ازبیکستان او ترکمنستان به کمې اوبه تر لاسه کوي او ازبیکستان به ممکن هڅه وکړي چې زیاتې اوبه تر لاسه کړي او په دې توګه به اوبو ته د قزاقستان لاسرسی له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې کم شي.

ده د اوبو د کمښت له امله د رامنځ ته کېدونکو زیانونو په تړاو د سیمه‌ییزې همکارۍ او علمي سیاستونو د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې.

قوش تپې کانال چې اوس د افغانستان په شمال کې جوړېږي، ټاکل شوې چې ۲۸۵ کیلومیټره عرض او ۱۵۰ میتره عرض به لري.

تمه داده چې د دې کانال په وسیله به له امو سیند څخه تر ۱۰ کیلومیتره مکعب اوبه یا هم یو پر څلور برخه اوبه تر ۵۰۰ زره زیاته هکټاره ځمکې د خړوبولو لپاره راوګرزول شي.

د مرکزي اسیا ټایمز ورځپاڼې ویلي چې په دومره زیاته کچه د اوبو چپول به په ټوله مرکزي اسیا کې هیډرولوژیکي انډول خراب کړي.

د دې رسنۍ په وینا، په سیند کې د اوبو کمښت ممکن د ارال سمندرګي د وچولو بهیر ګړندی کړي او د قزاقستان په کښته سیمو کې ایکولوژیکي ویجاړي نوره هم چټکه کړي.

د استانې په اخیري کانفرانس کې کارپوهانو د سیمه‌ییزو اوبو د ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا پر اړتیا او له اوبو د پایدارې استفادې د تضمین او چاپېریالي افتونو څخه د خونديتوب لپاره د همکارۍ چارچوبونو پر رامنځ ته کېدو ټینګار وکړ.

د قوش تپې کانال جوړښت په داسې مهال کې د مرکزي اسیا هیوادونه اندېښمن کړي چې افغانستان وایي تر اوسه نه دی توانېدلی چې له دې سیند څخه استفاده وکړي.

د افغانستان اوسني واکمن وایي چې قوش تپه کانال کولای شي له امو سیند څخه د افغانستان ونډه تأمین کړي.

قوش تپه کانال ۲۸۵ کیلومیتره اوږدوالی او ۱۵۲ میتره سور لري او د بلخ ولایت له کالدار ولسوالۍ څخه پیل شوی او له بلخ او جوزجان ولایتونو څخه په تېرېدو د فاریاب تر اندخوی ولسوالي پورې رسېږي.

ټاکل شوې چې دا کانال په درو پړاوونو کې د پنځو کلونو پر مهال بشپړ شي او ټول لګښت یې ۶۰ میلیارد افغانۍ اټکل شوی.