ارزګان کې يو کس د خپلې کورنۍ سره د «ظلم» له کبله په اووه کاله بند محکوم شوی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د امر باالمعروف ریاست مسوولين وایي، چې د دې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې يو ۴۵ کلن سړی د خپلې ښځې او اولادونو سره د «ظلم کولو» له کبله په اووه کلن بند محکوم شوی دی.

په دهراوود کې د طالبانو امر باالمعروف وایي، چې دغه کس سردار محمد نومیږي او د څلورو کلونو راهیسې يې خپله ميرمن په زندان کې ساتلې وه، «ظلمونه» يې ورسره کړي او له همدې کبله د تېرې شنبې ورځ (۲۷ د غویي) د ځايي محکمې له لوري په ۷ کاله بند محکوم شوی دی.

دوی دغه راز زیاتوي، چې سردار محمد د خپلو دریو اولادونو پر وژنې هم تورن دی، چې دوه یې د مور په نس کې د وهلو له کبله مړه شوي او یو بل د نوموړي د نه پاملرنې له کبله له لوږې ژوند بایللی دی.

طالبانو دا نه ده څرګنده کړې، چې یاد کس ولې د خپلې کورنۍ سره دغه ډول چلند کړی او نه هم د محکوم له قوله څه ویل شوي دي.

د طالبانو امر باالمعروف وایي، چې تردې مخکې یې هم دغلته ګڼې نورې د تاوتريخوالي پيښې حل کړې دي.