اطلاعات روز: که څه هم په دې وروستیو کې طالبانو د ښځو پر کار بندیز لګولی او له همدې امله ډېری ښځې له بېکارۍ څخه شکایت کوي، خو په ننګرهار کې یوې مېرمنې خپل سره زر پلورلي او د جامو ګنډولو د یوې کارخونې په جوړولو سره یې۴۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې.
زینت محمدي چې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علوم په برخه کې تر لیسانس کچې زده کړې لري او له یوې بهرنۍ موسېسې سره یې په بېلابېلو برخو کې دنده هم کړې، وایي له کله راهېسې چې په کور شوې د شخصي کاروبار په فکر کې وه، ترڅو هم خپله او هم نورو بې وزله ښځو او له زده کړو محرمو نجونو ته د کار زمینه برابره کړي.
د محمدي په خبره له همدې امله اړه شوه چې خپل سره زر وپلوري او لسګونه ښځو او نجونو ته د خیاطۍ په برخه کې د کار زمینه برابره کړي.
د نوموړې په وینا، خپل کار یې د دوه سوه زره افغانیو پانګې سره پیل کړی او د جامو ګنډلو د زیات شمېر ماشینونو په فعالولو سره یې یاد شمېر ښځو ته د کار زمینه برابره کړې.
محمدي زیاته کړه:«یو کال پوره کېږي چې دا کارخونه مې د دوه سوه زره افغانیو په لګښت جوړه کړې، هره ورځ تر دوه زره افغانیو عاید لرم له لګښتونو پرته زیاتره قرادادي لباسونه جوړوو، لکه د روغتونونو لپاره، د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو او خصوصي ښوونځیو او دغه راز د هوټلونو د کارکوونکو لپاره ټولو مېرمنو ته معاش ورکول کېږي، خو بیا توپیر لري ځېنې استادانې دي او ځینې تازه کاریګرې.»
محمدي زیاتوي چې په جلال اباد ښار کې یې د دې کارخونې په جوړولو سره نورې ښځې هم وهڅولې چې له بېکارۍ څخه ځان خلاص او خیاطي زده کړي.
عادله یوه له هغو نجونو څخه ده چې د محمدي د فعالیتونو په لیدو سره یې خپل ژوند کې یوه نوې لاره پرانیستې.
هغه اوسمهال په دې مرکز کې د خیاطۍ په برخه کې کار زده کوي او وایي، په راتلوونکې کې غواړي د همدې کسب په وسیله نورو ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړي.
نوموړې له نورو نجونو هم غواړي چې د بېکارۍ پر ځای دغه ډول مهارتونه زدهکړي او له دې لارې عاید ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه فضل الحق اوریاخېل د ښځینه متشبثینو په ملاتړ ټینګار کوي.
اوریاخېل زیاتوي: «د بې روزګارۍ د مخنیوي لپاره لازمه ده چې مسوولې ادارې او نړیوال بنسټونه د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ وکړي او له دوی سره په مالي، برېښنا، خام موادو او ځای برخه کې همکاري وکړي چې په دې سره به کاروبارونه لا وغوړېږي او شته بې روزګاري به ختمه شي.»
د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، نجونې ناهیلې شوي، خو یو شمېر یې توانېدلي چې یوه نوې لاره غوره کړي او کوچني کاروبارونه پیل کړي.