پر رسنیو فشار؛ طالبانو په ننګرهار کې له رسنیو غوښتي چې د دوی په ګټه تبلیغات وکړي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو په ټینګار سره غوښتنه کړې، چې د دوی لاسته راوړنې او پرمختګونه دې په سم ډول خپاره کړي.

په دغه ولایت کې یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۱ د غبرګولي) د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي د یوې خصوصي راډیو دفتر ورغلی او د خپرونو په محتوا کې ېې پر بدلون ټینګار کړی او دغه راز یې د هغه خپرونو سملاسي بندېدو غوښتنه هم کړې چې په ژوندۍ بڼه خپریږي او نجونې په کې تیلیفوني اړېکې نیسي.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړي دغه راز د رسنیو له ټولو کارکوونکو غوښتي چې ږېرې پرېږدي او خولۍ پر سر کړي.

د سرچینې په خبره د اطلاعاتو او کلتور ریاست امر کړی چې ښځینه خبریالانې به نور د نارینه سرپرست پرته خپلو کاري ځایونو ته نه شي تلای او دغه راز دوی لا هم د نارینه همکارانو سره نه شي کولای یو ځای خپرونې پرمخ یوسي.

سرچینې وویل: «د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازی قریشي بدلون د ځینو ادبي او تفریحي خپرونو د بندېدو او پر ځای یې د دوی په ګټه د خپرونو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ که هره رسنۍ د حکومت له پالېسۍ خلاف خبر یا خپرونې نشر کړي، نو بیا به یې ځای زندان وي.»

د سرچینې په خبره د طالبانو له واکمنېدو راهېسې رسنۍ په جدي توګه زیانمنې شوي او د لګول شویو محدودیتونو له امله د رسنیو د محتوا کیفیت او کمیت د پام وړ له منځه تللی دی.

سرچینه زیاتوي، رسنۍ په بشپړه توګه خپلواکي نه لري او په سیستماتیک ډول د طالبانو تر سانسور لاندې دي.

یوه بله سرچینې هم تاییدوي چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست یاد استازی په دغه ولایت کې په زیاتره رسنیو د څار په ډول ګرځېدلی او ترې غوښتي یې دي، چې په خپرونو کې دې د دوی په ګټه تبلیغات وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې د رسنیو اقتصادي ستونزو سره سره د طالبانو له لوري محدودیتونو لګولو او اطلاعاتو نه ‌شریک کولو، د رسنیو د محتوا پر کمیت او کیفیت منفي اغېز کړی دی.

سرچینې وویل: «ټولو رسنیو ته یې خبرداری ورکړی که څوک د دوی په ګټه تبلیغات ونه کړي، نو بیا به د شکایت حق نه لري له همدې امله د خپرونو کیفیت بیخي خراب شوی ځکه دوی داسې خپرونې غواړي چې هغه اورېدونکي نه خوښوي مثال دوی داسې خپرونې هم پېشنهاد کړي چې په کې د یو طالب سرتیري ژوند په مستند ډول راخېستل شي او د خپرونې په ډول خپور شي.»

بلخوا په ننګرهار کې د طالبانو تر ولکې لاندې د باختر دولتي اژانس راپور ورکړی، چې په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د غږیزو رسنیو مسلکي ارزونه پیل شوې.

راپور کې راغلي، چې دغه ولایت کې ټولې غږیزې رسنۍ په مسلکي ډول ارزیابي کېږي، څو شته نیمګړتیاوې یې تشخیص او د اصلاح په برخه کې ورسره همکاري وشي.

په همدې حال کې د خبریالانو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو له خراب وضعیت څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې ګڼ‌شمېر رسنۍ تړل شوي، خبریالان او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته