د ایران او اسراییل ترمنځ د بریدونه دوام

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د تېرې شپې (جمعه، ۲۳ د غبرګولي) راهیسې د اسراییل بریدونه د ایران پر بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول تهران دوام لري، د ایران سپاه پاسداران نن سهار (شنبه، ۲۴ د غبرګولي) اعلان کړی، چې د اسراییل پر وړاندې یې د خپلو توغندیزو عملیاتو نوې مرحله پیل کړې ده.

سپاه پاسداران په خپله دویمه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې د میداني راپورونو، سپوږمکۍ انځورونو او استخباراتي معلوماتو له مخې، لسګونه بالستیک توغندي په مؤثره توګه ستراتیژیک هدفونه په نښه کړي دي.

بلخوا د اسراییلو پوځ په خپلو وروستیو اعلامیو کې له ټولو اسراییلیانو غوښتنه کړې چې پناه‌ځایونو ته ولاړ شي، ځکه چې ایران لا هم بالستیکي توغندي د اسراییل پر لور توغوي.

د اسراییلو د پوځ د فارسي ژبې ویاند ویلي، چې ایران په دوو څپو کې په اسراییلو باندې څه کم سل توغندي توغولي دي.

هغه زیاته کړې، چې د ایران ډیری توغندي شنډ شوي او محدود شمیر یې لګیدلي دي.

راپورونو پر بنسټ، د تېرې شپې راهیسې د اسراییل بریدونه د ایران پر یو شمېر سیمو، په ځانګړي ډول پلازمېنه تهران، دوام درلود. تر نن سهار پورې د ایران د هوايي دفاع سیستم فعالیت او د چاودنو غږونه د تهران ولایت اړوند پاکدشت ولسوالۍ کې اورېدل شوي دي.

د اسراییلو پوځ هم څو ساعته وړاندې اعلان کړی، چې دوی د ایران په لویدیځ کې په همدان او تبریز کې د ایران د هوايي ځواک په تاسیساتو برید کړی دی.

د اسراییلو پوځ زیاته کړې، چې دوی د ایران د هوايي دفاع سیسټم، ډرون او توغندیو په لسګونو هدفونو برید کړی او ویجاړ کړي یې دي.

اسراییلو پرون سهار د ایران د لوړ پوړو پوځي قومندانانو او اټومي ساینس پوهانو په استوګنځي برید وکړ.

په دې بریدونو کې لږترلږه څلور لوړ پوړي ایراني پوځي قومندانان او شپږ اټومي ساینس پوهان وژل شوي دي.

په اصفهان کې د نطنز اټومي تاسیسات هم پرون سهار په بریدونو کې په نښه شوي دي.

د اسراییلو پوځ هم تیره شپه په اصفهان کې په یوه اټومي سایټ د خپل برید خبر ورکړی دی.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه