اطلاعات روز: «افغان ایوک» بنسټ چې متحده ایالاتو ته د افغان پناه غوښتونکو د انتقال لپاره هڅې کوي، ویلي چې امریکا د مهاجرت د ځانګړو ویزو (ایس آی وي) د لرونکو «منل او ځای پر ځای» کولو پروګرام بیرته پیل کړی دی.
دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۲۸ د غبرګولي) ایکس کې پر خپله پاڼه د دې ویزو له لرونکو غوښتي چې که متحده ایالاتو ته راغلي یاست او تر ۹۰ ورځې کم وخت مو کېږي، نو د بیا میشتیدنې یوه مرکز ته ورشئ.
«افغان ایوک» ویلي، چې د «ایس آی وي» ویزه لرونکي د بیا میشتیدنې مرکز ته تر ورتګ وروسته د میشتېدو، کاري بوختیا، د دویمې ژبې په توګه د انګلیسي ژبې د زده کولو او نورو برخو کې مرسته تر لاسه کوي.
د دې بنسټ له اعلامیې سره سم، د «ایس آی وي» هغه ویزه لرونکي چې لا هم متحده ایالاتو ته نه دي انتقال شوي، دې هیواد ته په ورتګ سره دې خدماتو ته لاسرسی پیدا کولای شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ متحده ایالاتو ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هیوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز لګولی، خو د «ایس آی وي» ویزې لرونکي له دې مستثنا شوي دي.
د افغانستان په زرګونو وګړي چې «ایس آی وي» ویزې لري، لا هم په پاکستان کې د امریکا له لوري انتقالېدو ته منتظر دي.
دوی په ځلونو غوښتنه کړې چې د اسنادو د ارزونې او متحده ایالاتو ته د انتقال بهیر دې چټک شي.